د الله سبحانه تعالی تابعداري له پیغمبرانو څخه زده کړی

د الله سبحانه تعالی تابعداري له پیغمبرانو څخه زده کړی

 د الله سبحانه تعالی تابعداري له پیغمبرانو څخه زده کړیإن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له وأشهد أن محمداً عبده ورسوله. بسم الله الرحمن الرحیمامابعد:  

د مومن انسان یو څو ځانګړنې په دې ایت کې موندلی شی چې کله يې یو انسان پخپل ځان کې پیدا کړي نو الله سبحانه تعالی يې ګناهونه بښي. الله سبحانه تعالی فرمايي: وَإِنِّي لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا ثُمَّ اهْتَدَىٰ،(طه،82ایت).ژباړه:''او یقینا د هغه چا لپاره زه بښوونکی یم چې توبه يې وکړه او ایمان يې راوړ، نیک کارونه يې وکړل او بیا په سمه نیغه لاره روان شو''.یو سړی چې وايي زه مسلمان یم خو نه د الله تابعداري کوي او نه نیک کارونه کوي باید له پورتني ایت څخه زده کړه وکړي او وخت ضایع نه کړي او همدا شیبه غنیمت وګڼي او سملاسي د الله سبحانه تعالی تابعداري پیل کړي.

د الله رب العالمین د خوشالۍ [رضا] د ترلاسه کولو لپاره بیړه پکار ده او دا مساله په دې ایتونو کې بیان شوې ده، الله سبحانه تعالی فرمايي: وَمَا أَعْجَلَكَ عَن قَوْمِكَ يَا مُوسَىٰ، قَالَ هُمْ أُولَاءِ عَلَىٰ أَثَرِي وَعَجِلْتُ إِلَيْكَ رَبِّ لِتَرْضَىٰ،‏(طه، 83 – 84 ایتونه).

ژباړه:''[الله سبحانه تعالی وویل] او ای موسی څه شی ددې لامل شول چې ته ‏[په تګ کې] ‏له خپل قوم څخه په مخکېدو کې ‏بیړه وکړې؟ ‏[موسی علیه السلام] وویل، دوی په ما پسې راروان دي او زه ستا طرفته په بیړه یم زما ربه چې ستاخوشالي ترلاسه کړم''.

نو ای قدرمنه لوستونکیه: په دې ایتونو کې دا خبره زده کېږي چې الله سبحانه تعالی موږ ته درس راکوي چې باید د الله رب العالمین په تابعدارۍ کې بیړه وکړو، لومړی  الله سبحانه تعالی فرمایلي دي چې زه بښوونکی یم او بیايي د موسی علیه السلام بیلګه راوړې ده. نو هڅه وکړه چې د الله سبحانه تعالی د تابعدارۍ طریقه له پیغمبرانو څخه ‏زده کړې، وګوره موسی علیه السلام ته په داسې حال کې چې د الله سبحانه تعالی یو لوړ پوړی او مقرب پیغمبر دی بیاهم د الله سبحانه تعالی په تابعدارۍ کې څومره هڅه کوي او د الله سبحانه تعالی د پوښتنې په ځواب کې څومره ښکلی او خوندور او له تابعدارۍ ډک ځواب ورکوي. سبحانه الله والحمدلله والله اکبر. اللهم افتح علینا ابواب رحمتک. امین.

بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق