الحمدلله، د شیخ الاسلام رحمه الله له کتاب حادي الأرواح إلى بلاد الأفراح څخه مو د الله سبحان تعالی او د جنتیاتو ترمنځ د ملاقات د شیبو پهاړه ولوستل. دا کتاب د قران او صحییح حدیثو له مخې لیکل شوی دی او د هرې خبرې لپاره يې خامخا له قران یا له صحیح حدیثو څخه دلیل راوړی دی. په دې برخه کې د جنت څرنګوالی او ښایست درته وړاندې کېږي:
لیکوال: شیخ الاسلام ابن القیم رحمه الله
ژباړه: عبدالحنان حبیبزی
که ته د جنت د میدان او ځمکې په اړه پوښتنه کوې نو داد مشک او زعفرانو ده.که ته د جنت د چت په اړه پوښتنه کوې نو داد الله سبحانه تعالی عرش دی. که ته د جنت د ډبرو په اړه پوښتنه کوې نو داد ملغلرو او زیوراتو دي. کهتهد جنت دتعمیرپه اړه پوښتنه کوې نو داد سرو او سپینو زرو له خښتو جوړ شوی دی. که ته د جنت د ونو په اړه پوښتنه کوې، نو بیا هلته داسې یوه ونه نشته چې د هغې بدنه له سرو زرو او سپینو زرو څخه نه وي جوړه شوې. او که ته جنت د میوو په اړه پوښتنه کوې نو دا له کچو نرمې دي او له عسلو خوږې دي. او که ته د جنت د پاڼو په اړه پوښتنه کوې نو هغه د نرم ترینه جامو څخه نرمې دي. او که ته د جنت د سیندونو په اړه پوښتنه وکړې، نو هلته د شیدو سیندونه دي چې خوند يې هیڅ نه بدلیږي. او د شرابو سیندونه چې خوندور دي د هغه چا لپاره چې څښکي يې. او د شاتو [عسلو] سیندونه چې خالص دي او د اوبو سیندونه چې تازه دي.که ته د جنت د خوړو په اړه پوښتنه کوې نو دا میوې دي څه چې ددوی [جنتیانو] زړه وغواړی، او د هر الوتونکي [مرغه] غوښه چې دوی وغواړي، او که ته يې د څښاک په اړه پوښتنه کوې نو دا له تسنیم [دجنت یو سپرلي]، زنجبیل [ادرک]، او کافور دي. اوکه ته يې د پیالو پوښتنه وکړې نو دا دانې دي چې له سرو او سپینو زرو جوړې شوي دي. که ته يې د سیوري په اړه پوښتنه وکړې نو یو چټک ځغلنده سپور به يې د یوې ونې په سیوري کې سلګونو کلونه وځغلي خو بیابه هم پایته ونه رسیږي. که ته يې د پراخوالي په اړه پوښتنه وکړې نو د ټیټپوړي جنتي د سلطنت په ماڼیو او باغونو کې د زرګونو کلونو سفر دی.که ته يې د خیمو او کمپونو په اړه پوښتنه وکړې نو دا په ملغلرو پوښل شوي دي او شپیته میلو [miles] په واټن اوږده دي. که ته يې د کڅونو[برجونو] په اړه پوښتنه وکړې، نو دا بالاخانې دي [یوه خونه د بلې خونې په سر] او لاندې يې ویالې بهیږي. او که پوښتنه وکړې چې دا څومره له اسمانه لرې دي نو هغو رڼو ستورو ته وګوره چې هغه ښکاري همداراز هغو ستورو ته وګوره چې نظر نه ورسیږي[دومره لوړې دي لکه دا ستوري چې موږ ته په دې دنیا کې لوړ ښکاري]. که ته د جنتیانو د جامو په اړه پوښتنه وکړې نو داد وريښمو او سرو زرو دي.که ته يې د خوب د تختونو په اړه پوښتنه وکړې نو توشکې يې له ښایسته ترینه وریښمو دي چې په ډیره لوړه کچه کېښوول شوي دي. که ته يې د خلکو مخونو او ددوی د ښایست په اړه پوښتنه وکړې نو ددوی مخونه د سپوږمۍ په څير دي. که ته ددوی د عمر په اړه پوښتنه وکړې نو دوی د انسانانو د پلار ادم علیه السلام په قواره او33کلن ځوانان دي. که ته پوښتنه وکړې چې دوی به څه اوري نو دا له حور العین له منځه ددوی د ښځو سندرې دي او له دې غوره د ملایکو اوازونه دي او له هغې هم غوره د پیغمبرانو اوازونه دي او له هغې هم غوره د رب العالمین جل جلاله وینا ده. که ته ددوی د خدمتګارانو په اړه پوښتنه وکړې نو دوی تل ژوندي پاتې کیدونکي ځوانان دي چې د ملغلرو ددانو په څير ښایسته دي.که ته يې د ناویانو[brides] او میرمنو په اړه پوښتنه وکړې نو دوی ځوانکیانې دي د پوره سینو والا، او د ډیر ښایست له کبله يې د ځوانۍ مایع ددې په غړو کې ښکاري، د لمر سترګه تښتي ددې د مخ د ښایست له کبله که دا يې ښکاره کړي، او د هغې رڼا له کبله چې ددې د غاښونو له منځه راڅرګندیږي که دا وخاندي. که ته د هغې مینه وګورې نو بیا د دوه رڼاګانو د یوځای کیدو په اړه ووایه هرڅه چې ویل غواړې، هغه [میړه] خپل مخ د هغې د غومبرو په دایره کې داسې کتلی شي لکه هندارې [اینې] ته چې ګورې. که هغه په نړۍ راڅرګنده شي هغه څه به په ښایسته باد [عطرین وږم] ډک کړي چې د اسمانونو او ځمکې ترمنځ دي، د مخلوق خولې به يې تعریف پيل کړي، ددې د ښایست په تعریف کې به غږونه وچت شي، او د ختیځ او لویدیځ ترمنځ به هرشی ورته سینګار [اراسته] کړی شي، او هره سترګه به نورڅه نه ګوري خو دې ته به ګوري، او د لمر سترګې رڼابه داسې خیره کړي لکه لمر سترګه چې د ستورو رڼا خیره کوي او د ځمکې په مخ به هر یو په تلپانې ژوندي [حی القیوم الله سبحانه تعالی] ایمان راوړي، هغه [الله] چې د ټولو موجوداتو پالنه او ساتنه کوي.او د هغې د مخ پړونی [حجاب] له ګردې دنیا بهتره دی او هرڅه چې په دې دنیا کې دي له دې ټولو بهتره دی. او له حور العین له منځه د جنتي انسان میرمن په عمر کې نه لویږي خو په ښایست کې [ورځ په ورځ ښایسته کېږي]. دا په خیټه کې نوم [umbilical cord] نه لري، ماشوم نه زیږوي او د میاشتې ناروغي هم پرې نه راځي، له بلغمو او د خولې له لاړو، له متیازو او له نورو ګنده شیانوڅخه پاکه ده.هغه تل ځوانه ده، زړښت نه لري او ځواني يې نه کمزورې کېږي، د هغې جامې هیڅ نه څیریږي او [په دې دنیا کې] هیڅ داسې جامه به جوړه نه شي چې د هغې له ښایست سره سمون ولري، او هغه [جنتي انسان] چې له هغې سره دی کله به هم ستړی [زړه بدی] نه شي، د هغې پام یوازې پخپل خاوند باندې ورټول دی، هغه د هیچا ارمان نه کوي بلکې د خپل خاوند ارمان کوي لکه د هغې د خاوند پام چې په هغې ورټول دی او دايي یوازینی ارمان ده، او خاوند له هغې سره په پوره خوندیتوب او امنیت کې دی، ځکه چې هیڅکله [مخکې] له انسانانو او جنیاتو څخه چا هغه نه ده لمس کړې.
ژباړه: عبدالحنان حبیبزی
د ژباړن یادونه:
اوس که څوک غواړي دا جنت تر لاسه کړي او ځانته دایمي سلطنت ولری نو په قران او سنتو عمل وکړئ، او د توحید عقیده مو سمه کړی ځکه چې که توحید سم نه وي عبادت نه قبلیږي که هغه لمونځ دی، که هغه روزه ده، که هغه حج دی، که هغه زکات دی، که هغه جهاد دی، هیڅ شی نه قبلیږي ترهغې چې د الله جل جلاله په اړه خپله عقیده سمه نه کړی او له هغو شیانو انکار ونه کړی چې مسلمان انسان کفر او شرک ته بیايي، هغه کارونه چې انسان شرک ته بیايي [لکه تعویز، قبرپرستي، د غیرالله په نامه ټوټکې، نذرونه لکه د بي بي په نامه نذر، امام حسین رضی الله عنه په نامه نذر او داسې نور لکه د ستونزې یا خوشالۍ پرمهال له الله پرته بل چاته غږ کول] خلکو ته ډیر کوچني مسایل ښکاري خو دا کوچني نه دي ډیر لوی مسایل دي.
نو هرڅوک چې غواړي الله ته نژدې شي نو خپله عقیده دې د قران او سنتو له مخې اصلاح کړي ځکه چې توحید لومړی شرط دی بیا عبادت دی. الله رب العالمین فرمايي:إِنَّ الَّذِينَ قَالُوا رَبُّنَا اللَّهُ ثُمَّ اسْتَقَامُوا تَتَنَزَّلُ عَلَيْهِمُ الْمَلَائِكَةُ أَلَّا تَخَافُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَبْشِرُوا بِالْجَنَّةِ الَّتِي كُنْتُمْ تُوعَدُونَ،(فصلت، 30 ایت). ژباړه:''بيشكه هغه كسان چې[د زړه له کومي يې] ويلي دي چې زموږ رب الله دى بیا [په توحيد] ټینګ دریدلي دي [د الله عبادت يې په اخلاص او د نبي صلی الله علیه وسلم په اتباع کې کړی دی] په دوی به ملایک رانازليږي [عند الموت، عندالنزع والبعث يا فى القبر او دا ملایک به دې مومنانو ته وايي] مه ويريږئ او مه خپه كيږئ او په هغه جنت خوشحاله اوسئ چې له تاسې سره يې [د انبیاوو په ژبه] ژمنه كړى شوې ده''.
د توحید د عقیدې د سمون لپاره زه اړینه بولم چې تاسې ته د شیخ محمد بن عبدالوهاب رحمه الله د کتاب ''کتاب التوحید'' د لوستلو وړاندیز وکړم ځکه چې دغه کتاب د توحید د زده کړې لپاره دحرمینو [ مسجد الحرام المکي او د مسجد نبوي] د امامانو وړاندیز دی]. د 1434، د محرم، 21/22

