د قارون له کیسې پند واخلی

د قارون له کیسې پند واخلی

 قارون د موسی علیه السلام له قومه وو او الله سبحانه تعالی ورته ډیر نوم ‏او نښان او شتمني ورکړې وه، خو ده وویل چې دا شتمني يې پخپل مټ او ‏پخپلې پوهې پیدا کړې ده. بنی اسرایلو چې مسلمانان وو قارون ته وویل ‏چې پخپله شتمنۍ ډیر کبر او تکبر مه کوه او له خپل مال څخه د الله په ‏لار کې ولګوه ځکه چې دا هر څه په تاباندې د الله انعام دی. خو ده ‏سرغړونه وکړه او یو شمیر خلکو چې شتمنۍ او شهرت سره يې مینه درلوده ‏قارون ولیده چې په ډیر تکبر سره يې د خپل مال او جایداد ننداره وړاندې ‏کړه او ځان يې سینګار کړی وو نو هغوی وویل چې کاشکی يې د قارون په ‏څیر شتمني درلودلی، په داسې ارمان کولوسره يې خپل ځان د قارون په ‏ډله کې شامل کړ خو هغو خلکو ته چې الله سبحانه تعالی ایمان ورکړی وو ‏او پوهیدل چې اخرت بهتره دی وویل چې ای خلکو! له داسې بیځایه ‏دنیايي ارمانونو څخه ډډه وکړی چې بده پایله لري. دغه حالت الله ‏سبحانه تعالی د القصص په سورة کې بیان کړی دی. رب العالمین جل ‏جلاله فرمايي:‏

إِنَّ قَارُونَ كَانَ مِنْ قَوْمِ مُوسَىٰ فَبَغَىٰ عَلَيْهِمْ ۖ وَآتَيْنَاهُ مِنَ الْكُنُوزِ مَا إِنَّ ‏مَفَاتِحَهُ لَتَنُوءُ بِالْعُصْبَةِ أُولِي الْقُوَّةِ إِذْ قَالَ لَهُ قَوْمُهُ لَا تَفْرَحْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا ‏يُحِبُّ الْفَرِحِينَ، (القصص، 76).

ژباړه: ''بيشكه چې قارون دموسى له ‏قومه وو، نو په دوی [بني اسرایلو] يې کلنکاري[سرکشي] وکړه او موږ ده ‏ته له خزانو دومره اندازه ورکړې وه ‏چې بيشكه كليګانې به يې په [داسې ‏يوې] ډلې درندیدلې چې خاوندان دقوت به وو، هغه وخت چې هغه ‏‏[قارون] ته دده قوم وویل [چې په غرورسره]  مه خوشاليږه، [په مال ‏ددنيا سره په ویاړ مه خوشالیږه] بيشكه چې الله خوشاليدونكي نه ‏خوښوي''.

‏وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ ۖ وَلَا تَنْسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا ۖ وَأَحْسِنْ ‏كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ وَلَا تَبْغِ الْفَسَادَ فِي الْأَرْضِ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ ‏الْمُفْسِدِينَ، (القصص، 77).

ژباړه:''او په هغه [شتمنۍ] چې تاته الله ‏درکړې ده كور د اخرت وغواړه او دنيا له [ماله] خپله برخه مه هیروه او ‏احسان كوه دالله [له بندګانوسره په وركړه دمال] لكه چې الله ‏احسان كړى ‏دى ‏له تاسره [چې داسې ډيره شتمني يې دركړې ده] او په ځمكه كې فساد ‏مه غواړه بيشكه چې الله  فساد كوونكى نه خوښوي''.‏

قَالَ إِنَّمَا أُوتِيتُهُ عَلَىٰ عِلْمٍ عِنْدِي ۚ أَوَلَمْ يَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ قَدْ أَهْلَكَ مِنْ قَبْلِهِ مِنَ ‏الْقُرُونِ مَنْ هُوَ أَشَدُّ مِنْهُ قُوَّةً وَأَكْثَرُ جَمْعًا ۚ وَلَا يُسْأَلُ عَنْ ذُنُوبِهِمُ ‏الْمُجْرِمُونَ،(القصص، 78).

ژباړه:''[قارون خپل قوم ته] وويل بيشكه ‏همداخبره ده چې  دغه مال په هغه علم ماته راكړى شوى دى چې له ‏ماسره دى،  ايا دی [قارون] نه پوهيده چې بيشكه الله هلاك كړي دي ‏پخوا له ده [اهل د] زمانو هر هغه څوك چې د قوت له پلوه ډيرسخت وو ‏له دې [قارون] څخه او د [مال ياملاتړ] د راغونډولو له پلوه ډیر وو،  او ‏ګناه ګاران ‏به ونه پوښتلى شي له گناهونوخپلوڅخه [ځكه چې الله تعالى ‏ته مالوم دي او سزايې ورته ټاکلې ده]''.

‏فَخَرَجَ عَلَىٰ قَوْمِهِ فِي زِينَتِهِ ۖ قَالَ الَّذِينَ يُرِيدُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا يَا لَيْتَ لَنَا ‏مِثْلَ مَا أُوتِيَ قَارُونُ إِنَّهُ لَذُو حَظٍّ عَظِيمٍ، (القصص، 79).

ژباړه:'' نو ‏‏[قارون] په سینګار کې [په تکبر او غرور سره] پخپل قوم راووت، ‏هغوكسانوچې ددنيا دغه لنډمهالی ژوند غوښتلو [په ارمان سره] وویل ‏كاشكې چې موږ ته هم د هغې [شتمنۍ] په څیر وای چې  قارون ته وركړل ‏شوې ده بیشكه چې دی [ قارون په دنیا کې د] لويي برخې خاوند دی''.‏

وَقَالَ الَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ وَيْلَكُمْ ثَوَابُ اللَّهِ خَيْرٌ لِمَنْ آمَنَ وَعَمِلَ صَالِحًا وَلَا ‏يُلَقَّاهَا إِلَّا الصَّابِرُونَ،(القصص، 80).

ژباړه: ''او هغوكسانوچې پوهه وركړی ‏شوې وه وویل چې افسوس دى تاسې ته [اى ددنياغوښتونكو]  دالله ثواب ‏ډيرغوره دى هغه چاته چې ‏[په الله او رسول الله صلى الله عليه وسلم يې] ‏‏ايمان راوړى دى او نیک عمل يې كړى دى اونه ښوول كيږي [نه وركول ‏كيږي] دغه [نیکه خبره] خو زغم لرونکو ته [چې په تابعداری، دمصيبت ‏پرمهال اود نفس د غوښتنو پخلاف زغم لري]''.‏

له دې موږ ته دا درس راکړی شوی دی چې په مال او شتمنۍ باندې باید ‏څوک مغروره نه شي، ځکه چې مال او شتمني د الله له خوا یو چاته ‏ورکول کېږي او په هغې باندې يې ازمیښت کوي. او عام خلک چې کله یو ‏مغروره شتمن وګوري باید ددنیا ارمان ونه کړي کیدای شي په مفتو کې ‏ځانونه له هلاکت سره مخامخ کړي. هر حالت کې انسان باید شکر ‏ایستوونکی وي او د اخرت د کور د جوړولو سوچ ورسره وي. قارون ددنیا لپاره خوشاله کوله ټولې شتمنۍ سره يې الله په ځمکه کې غرق کړ .

 تحقیق: عبدالحنان حبیبزی‏د 1434 د محرم 22/23‏

بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق