فاتحة
سورة الفاتحة وعدد آياتها 7 وهي مكية – نزلت بعد المدثر
- بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
- الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ
- الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
- مَالِكِ يَوْمِ الدِّينِ
- إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ
- اهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِيمَ
- صِرَاطَ الَّذِينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ
1. د الله په نوم چې ډير زیات مهربان، تل رحم والا دی.
2. د کمال ټول صفتونه یوازې د الله لپاره دي چې د ټولو جهانونو پالوونکی دی.
3. ډیرزیات مهربان، تل رحم والا دی.
4. د جزا د ورځې اختیارمن دی.
5. یوازې ستا عبادت کوو او یوازې له تا مرسته غواړو.
6. موږ ته سمه لاره وښیه.
7. د هغو کسانو لاره چې تا ورباندې انعام کړی دی، نه لاره د هغو کسانو چې تا ورباندې غضب کړی او نه د هغو کسانو لاره چې بیلارې (ګمراه) دي.

