حج 578
عمره بدل
عمره بدل سیدنا ابو زرین عقیلی رضی الله عنه وايي: "اې د الله رسول صلی الله عليه وسلم! زما پلار ډېر زوړ شوی دی، د حج او عمرې توان نه لري." نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: "د خپل پلار له طرفه حج او عمره ترسره کړه." (ترمذي 2/113) له دې حديث څخه معلومېږي چې که یو څوک د عمر، کمزورۍ یا د نه توان په وجه حج او عمره نه شي کولای، نو بل څوک کولای شي د هغه په ځای د هغه د طرفه حج او عمره ترسره کړي.
