عقايد 164
لومړی باب انساني ژوند کې انحراف (او د انسان د ژوند مقصد)
لومړی باب انساني ژوند کې انحراف (او د انسان د ژوند مقصد) د انسانانو د تخلیق مقصد: الله تعالی ټول مخلوق د خپل عبادت لپاره پیدا کړي دي او د هغوی لپاره یې د رزق ټول وسایل برابر کړي دي تر څو هغوی عبادت وکړي. الله تعالی په خپل پاک کلام کې فرمايي: ﴿وَما خَلَقتُ الجِنَّ وَالإِنسَ إِلّا لِيَعبُدونِ﴾ [الذاريات: ٥٦] او ما پيريان او انسانان نه دې پیدا کړي مګر چې دوی زما عبادت وکړي. (الذاریات: 56-58) او ما پيريان او انسانان د دې لپاره پیدا کړي چې هغوی زما عبادت وکړي، زه له هغوی نه رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې هغوی ما ته (خواړه) راکړي، یوازې الله رزق ورکونکی، ځواکمن او پیاوړی دی. نفس انسان سلیم الفطرت دی: که انسان ته خپل فطرت پرېښودل شي نو هغه به یقیناً د الله تعالی د الوهیت اقرار وکړي، د هغه پاک ذات سره مینه بع وکړي، هغه به عبادت وکړي او د هغه سره هیڅ شریک به نه ګڼي. خو کله چې هغه د جن او انسان څخه شیطان صفت کسان فریب ورکوي او په دروغو او شکي خبرو یې بې لارې کوي، نو د هغه په نفس کې فساد راځي او بیا هغه د صراط مستقیم نه انحراف پیدا کوي او غلطو لارو ته یې رهنمایي کوي. ځکه چې توحید د انسان فطرت کې دی او شرک یوه موقتي او نوې اضافه شوی څیز دی، نو که انسان د خپل فطرت په حالت کې پرېښودل شي نو هغه به حتماً بیرته خپل فطرت ته راستانه شي. الله تعالی فرمایي: [سُوۡرَةُ الرُّوم : 30] فَأَقِمْ وَجْهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفًا ۚ فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِى فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا ۚ لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ ۚ ذٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ نو [اې پېغمبره (ص) د خپلو پيروانو سره دي] په يو لوري کېدو خپل مخ د دغه دين خوا ته برقرار وساته. پر هغه فطرت ټینګ شه چي پر هغه باندي الله تعالى انسانان پيدا کړي دي. د الله جوړ کړی فطري دين نشي بدلېداى، همدغه بيخي سم صحيح دين دى، خو زياتره خلك نه پوهیږي. رسول الله صلی اللہ علیه وسلم فرمایي: "كل مولود يولد على الفطرة، فأبواه يهودانه أو ينصرانه أو يمجسانه." (صحیح بخاری) هر ماشوم پر فطرت پیدا کیږي، بيا ورسته مور او پلار یهودي یا عیسایي کړي. له همدې امله د آدم علیه السلام اولاد اصليت توحید دی او تر حضرت آدم علیه السلام سره تړلي عهد پورې اسلام یې دین و. الله تعالی فرمایي: "كَانَ النَّاسُ أُمَّةً وَاحِدَةً فَبَعَثَ اللَّهُ النَّبِيِّينَ مُبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ خلک یو امت و، نو الله تعالی پیغمبران د خوشحالۍ او خبرداري لپاره ولېږل. (البقره: 213) په پیل کې د ټولو خلکو یو دین و، خو وروسته یې یو بل سره اختلاف وکړ، نو الله تعالی د دوی طرف ته خوشحالۍ او خبرداری ورکولو لپاره پیغمبران ولېږل.
