حج 579
نابالغ ماشوم حج –
نابالغ ماشوم حج – يوه ښځه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغله او وې ويل: "ايا زما په دې ماشوم حج شته؟" نبي کریم صلی الله عليه وسلم وفرمایل: "هو! (د ماشوم حج صحيح دی) او د هغه د کولو په مرسته کول ستا لپاره اجر دی." (مسلم 1/432) خو کله چې ماشوم بالغ شي او حج پرې فرض شي، نو د کوچنيوالي حج يې د فرضیت لپاره بسنه نه کوي. سیدنا ابن عباس رضی الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: "هغه ماشوم چې (د کوچنيوالي په حالت کې) حج کړی وي، وروسته چې بالغ شي او حج پرې فرض شي، نو بيا بايد يو ځل نور حج وکړي." (ابن أبي شيبه – ابن باز رحمه الله فرمايي: د دې حدیث اسناد حسن دی)
