حج 580
د مړي له طرفه حج کول
د مړي له طرفه حج کول – سیدنا ابن عباس رضی الله عنهما روایت کوي: يو سړي رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: "زما مور د حج نذر کړی و، خو د حج له کولو مخکې وفات شوه، ايا د هغې له طرفه حج شته؟" رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: "که د هغې پر غاړه پور وای، ايا تا به ادا کولو؟" هغه وويل: هو! نو نبي کریم صلی الله عليه وسلم وفرمایل: "د الله تعالی پور ډېر زيات حق لري چې ادا شي." (بخاري 1/220)
