حج 581
حائضه او د نفاس لرونکې ښځې حج
حائضه او د نفاس لرونکې ښځې حج – د ذي الحجې په اتمه (يوم الترویه) کې چې کله د منیٰ تګ وخت شو، رسول الله صلی الله عليه وسلم ام المؤمنين عائشې رضی الله عنها وليدله چې ژاړي. نبي کریم صلی الله عليه وسلم د ژړا سبب وپوښتله. عائشې رضی الله عنها وويل: "زه د بيت الله طواف نه شم کولای، ځکه چې حائضه يم، عمره مې پاتې شوه، خلک ټول منیٰ ته روان دي او زه لا هم په حيض کې يم." نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمایل: "غسل وکړه، د حج احرام وتړه، او ټول هغه اعمال ترسره کړه چې نور حاجيان يې ترسره کوي، خو د بیت الله طواف مه کوه." (بخاري 1/44)
