حج 586
پوښتنه: د ملتزم په ځای کې دعا کول د رسول الله ﷺ له لوري په کوم وخت کې سپارښتنه شوې؟ په حج کې که عمره کې؟
پوښتنه: د ملتزم په ځای کې دعا کول د رسول الله ﷺ له لوري په کوم وخت کې سپارښتنه شوې؟ په حج کې که عمره کې؟ ځواب: د حجر اسود او د کعبې د ور (دروازې) تر منځ ځای چې ملتزم بلل کېږي، د دې ځای سره چمبېدل، خپل سینه، لاسونه، بازوګان او مخ پرې لګول د رسول الله ﷺ او صحابهوو رضی الله عنهم څخه ثابت دي. لکه څنګه چې په ابو داود – کتاب المناسک د باب الملتزم، ابن ماجه د باب الملتزم او نورو کتابونو کې د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما حدیث راغلی دی. د دې چمبېدو (التزام) لپاره کوم ځانګړی وخت ټاکل شوی نه دی. دا د حج د موسم په هر وخت کې کېدای شي. صحابه کرام به دا کار د مکې د داخلېدو پر مهال هم کاوه. (مناسک الحج والعمرۃ، څنډلي یادښت، ص ۲۳)
