کتاب الادب 638
آیا د تسبیح کارول جائز دي؟
آیا د تسبیح کارول جائز دي؟ پوښتنه: آیا د طواف د چکرونو د شمېرلو لپاره د تسبیح کارول جائز دي؟ ځواب: زموږ د معلوماتو له مخې، د طواف د چکرونو د شمېرلو لپاره د تسبیح کارول په کوم حدیث کې ثابت نه دي. بلکې د عامو ذکرونو او اذکارو په اړه هم داسې کوم حدیث نشته چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې د تسبیح په دانو باندې ذکر شمارلی وي. یادونه: سنت طریقه دا ده چې ذکر او اذکار په ګوتو وشمېرل شي.
