کتاب الادب 641
د دین لپاره له وقف شوې اولاد څخه کار اخیستل
د دین لپاره له وقف شوې اولاد څخه کار اخیستل پوښتنه: ما خپل زوی «عاصم مشتاق» له زېږېدو وړاندې نذر منلی و چې که الله تعالی ماته زوی راکړ، نو زه به یې د الله په لاره کې وقف کوم. اوس هغه په "الدعوة پبلک سکول " کې د دویم ټولګي زده کوونکی دی. پوښتنه مې دا ده چې آیا زه هغه ته د کور واړه واړه کارونه ویلی شم که نه؟ (پوښتونکی: مشتاق) ځواب: د الله تعالی لپاره د وقف شوي زوي مفهوم دا دی چې هغه د اسلام د دین د لوړوالي (سربلندۍ) لپاره وګومارل شي، ترڅو د الله د دین خدمت وکړي. مګر د دې مطلب په هیڅ صورت دا نه دی چې والدین خپل زوی ته د خدمت یا کوم بل (کورني) کار اجازه نه لري. د مور او پلار اطاعت کول پخپله په اسلامي دین کې شامل دي. نېک اولاد هم د الله تعالی حقوق ادا کوي او هم د مور او پلار حقوق. تاسو یوازې هغه ته د شریعت خلاف کار نشئ ویلی. همدا راز کله چې هغه لوی شي، نشئ کولی هغه د دنیا په بې ځایه جنجالونو او مصروفیتونو کې ډوب کړئ؛ بلکې یوازې د الله دین ورته وښایاست او د "مبارز في سبیل الله" جوړولو لپاره یې پوره هڅه وکړئ. الله تعالی دې ستاسو خواري او هڅې د اسلام د دین د لوړوالي لپاره بارور (قبولې) کړي. (آمین)
