کتاب الادب 643

د جاندارو د تصویرونو لرونکي کالي

د جاندارو د تصویرونو لرونکي کالي پوښتنه: ایا د لمانځه پر مهال داسې جکټ یا کمیس اغوستل کېدی شي چې د کوم مرغه یا بل جاندار تصویر ورباندې وي؟ (محمد یاسین، ځواب: د هر ډول جاندار، ذي روح (روح لرونکي) مرغانو او نورو تصویر جوړول بالکل ناجائز او حرام دي. د تصویر په حرمت باندې بې شمېره صحیح احادیث موجود دي. عبدالله بن عباس رضي الله عنهما ته یو کس راغی او ویې ویل: «زه تصویرونه جوړوم، ته ماته په دې اړه فتوا راکړه.» ابن عباس رضي الله عنهما خپل دواړه لاسونه (د هغه په سر) کېښودل او ویې فرمایل: «زه به تاته هغه خبره وکړم چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلې ده؛ هغه صلی الله علیه وسلم فرمایلي: هر تصویر جوړوونکی دوزخي دی، د هر هغه انځور په بدل کې چې ده جوړ کړی وي، یو جاندار به پیدا کړای شي چې هغه ته به په دوزخ کې عذاب ورکوي.» ابن عباس رضي الله عنهما ورته وویل: «که ته هرومرو تصویر جوړوونکی یې، نو د داسې شي تصویر جوړ کړه چې روح پکې نه وي.» (کتاب المعجم لابن المقري، مشکاة المصابیح: ۴۴۹۸) له دې معلومه شوه چې د جاندار تصویر حرام دی. داسې کالي باید په مطلق ډول ونه اغوستل شي، که د لمانځه لپاره وي او که له لمانځه پرته. خو که د دغو تصویرونو مخونه (سرونه) مسخه یا مړه کړل شي، بیا یې کارول سم دي. د نورو جزیاتو لپاره زما کتاب " (ټلوېزیون د ټولنې سرطان) وګورئ.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق