کتاب الادب 629

د کوترو الوځول او د چرګانو جنګول

د کوترو الوځول او د چرګانو جنګول پوښتنه: د کوترو الوځوونکو او چرګانو جنګوونکو په اړه د شریعت څه حکم دی؟ ځواب: د شریعت په نظر کې کوتر بازي مکروه ده. له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې د یوې کوترې پسې ځغلي، نو ویې فرمایل: "یو شیطان د یوې شیطانې پسې لګیا دی." (مسند احمد، ابن ماجه، الادب المفرد) قاضي شوکاني رحمه الله فرمایي: په دې حدیث کې د کوترو سره د لوبې کولو پر کراهیت دلیل شته او دا داسې لوبه ده چې په شریعت کې یې اجازه نه ده ورکړل شوې. پر سړي باندې د "شیطان" لفظ کارول پر دې دلالت کوي، او پر کوترې باندې د "شیطانې" لفظ اطلاق یا خو له دې امله دی چې هغه د سړي د دغه لګښت سبب ده، او یا دا چې هغه داسې شیطاني عمل کوي چې د خپل شکل او اواز له امله انسان پر ځان مئینوي، او یا دا چې هغه په حقیقت کې د کوترې په شکل کې جن شیطان دی چې انسان د الله له ذکره غافلوي. (فضل الله الصمد ۶۸۴/۲) امام نووي رحمه الله فرمایي: د بچیو ویستلو، هګیو اخیستلو، د مأنوس کېدو یا د لیکونو استولو لپاره د کوترو ساتل بې له کراهیت څخه جائز دي. خو د کوترو سره د لوبې کولو په اړه صحیح خبره دا ده چې مکروه ده او که له دې لوبې سره قمار (جوا) یوځای شي نو بیا حرامه ده. خو د حیواناتو خپلمنځي جنګول، دا شرعاً حرام دي ځکه چې حیواناتو ته ایذاء او تکلیف ورکول په اسلامي شریعت کې جائز نه دي. د حیواناتو د جنګولو په اړه له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "حیواناتو ته ایذاء او تکلیف ورکول درست نه دي." لکه څنګه چې په مسند ابی یعلي او مسند بزار کې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پر یو اوښ تېر شو چې پر مخ یې داغ لګول شوی و، نو ویې فرمایل: "لاړ شئ د اوښ خاوند ته ووایئ چې د ده له مخ څخه اور لرې وساتي." همدارنګه له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو خر ولید چې مخ یې داغ شوی و، ویې فرمایل: "د الله لعنت دې وي پر هغه چا چې دا داغ یې ورکړی." له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته یو خر راغی چې پر مخ یې داغ و، نو ویې فرمایل: "آیا تاسو ته دا خبره نه ده رسیدلې چې ما پر هغه چا لعنت کړی چې د حیوان پر مخ داغ لګوي یا یې وهي؟" بیا له دې کار څخه منع وشوه. (ابوداؤد، مسند احمد) دا خبره په صحیح مسلم کې له ابن عباس، او له ابو سعید خدري او ابن عمر څخه هم ثابته ده. له دې صحیحو احادیثو معلومه شوه چې د حیواناتو جنګول او هغوی ته تکلیف ورکول په هیڅ صورت جائز نه دي. ځکه نو د چرګانو، سپیو، بټیرو او تېترانو جنګول په هیڅ ډول درست نه دي. کوم خلک چې حیوانات جنګوي یا پر هغوی قمار (جوا) وهي، هغوی د حرام فعل مرتکب دي او باید له دې کاره لاس واخلي.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق