کتاب الادب 634
په لاس د اشارې له لارې سلام کول
په لاس د اشارې له لارې سلام کول پوښتنه: ایا په لاس د اشارې له لارې سلام کول جایز دي؟ ځواب: په اشاره سلام کول جایز نه دي. د سلام په اړه سنت دا دي چې د سلام اچولو او ځواب ورکولو پر مهال باید ژبه وکارول شي. په اشاره سلام کول له دې امله جایز نه دي چې په دې کې له یوې خوا د کافرانو مشابهت (ځان ورته جوړول) شتون لري او له بلې خوا د الله تعالی لخوا د بیان شوې طریقې مخالفت کیږي. خو که چیرې د لیرې والي له امله یو څوک پر ژبه د سلام ویلو سره د لاس اشاره هم وکړي ترڅو مقابل لوری پوه شي چې سلام پرې اچول کیږي، نو بیا کوم باک (حرج) نه لري؛ ځکه په دې اړه روایتونه شتون لري (لکه څنګه چې امام بخاري رحمه الله په 'الادب المفرد' کې ذکر کړي دي). همدارنګه، که چیرې یو مسلمان په لمانځه بوخت وي، هغه کولی شي د اشارې په واسطه د سلام ځواب ورکړي؛ دا د نبي کریم ﷺ له صحیح سنتو څخه ثابته ده.
