کتاب البيوع 618

سودی کاروبار حرام دی.

سودی کاروبار حرام دی. پوښتنه: په بانک کې چوکيداري کول څنګه دي او له دې دندې څخه د ترلاسه شوي عاید څه حکم دی؟ (محمد شفیق، ) ځواب: په بانک کې دنده ترسره کول سم نه دي، ځکه چې د بانک ټوله معامله په سودی کاروبار مشتمله ده. د حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دی: (لعن رسول اللّٰه صلى اللّٰه عليه وسلم آكل الربا وموكله وكاتبه وشاهديه وقال هم سواء) (صحیح مسلم بحواله مشکوٰۃ ۲۸۰۷) رسول الله صلی الله علیه وسلم پر سود خوړونکي، سود ورکوونکي، د سود لیکونکي او د هغه پر شاهدانو (ګواهانو) لعنت کړی دی او فرمایلي یې دي چې دا ټول (په ګناه کې) سره برابر دي. له دې حدیث څخه د سود حرمت په ډاګه کېږي او د هغه د ګناه په اړه معلومېږي چې دا یو خورا لویه ګناه ده. په دې کې د پام وړ خبره دا ده چې پر سود لیکونکي او شاهد ولې لعنت شوی دی؟ سره له دې چې هغوی نه سود اخیستی او نه یې ورکړی دی. دوی ځکه د سود په اخیستونکي او ورکوونکي پسې په لعنت کې برابر دي چې هغوی په دې معامله کې همکاري کوي، نو ځکه د سود په معامله کې همکاري کوونکی هم یو شان مجرم دی. الله تعالی په قرآن حکیم کې فرمایلي دي: "د نیکۍ او تقوی په کارونو کې یو له بل سره مرسته وکړئ او د ګناه او زیاتي په کارونو کې یو له بل سره مرسته مه کوئ." (المائده) د بانک چوکیدار د سودي پیسو او سودي کاروبار کوونکو ساتنه کوي او په ګناه کې مرسته کوي، نو ځکه د هغه دنده سمه نه ده او پر غلطه دنده باندې مزدوري (اجرت) اخیستل هم سم نه دي.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق