کتاب النکاح 604

د ښځو حقوق

د ښځو حقوق پوښتنه: عام طور په مجلو او رسالو کې د ښځو پر غاړه واجبات بیانېږي، ایا د کتاب او سنت له مخې پر مېړونو هم د هغوی د ښځو حقوق شته؟ مهرباني وکړئ وضاحت یې وکړئ۔ (یوه پوښتونکې) ځواب: لکه څنګه چې الله تبارک و تعالی د مېړونو حقوق مقرر کړي دي، همداسې یې د ښځو حقوق هم بیان کړي دي۔ د جاهلیت په زمانه کې پر ښځو بېشمېره ظلمونه کېدل؛ ښځې به ژوندۍ ښخول کېدې، له میراثه به محرومې وې، بې‌انصافي او نورې بد رواجونه عام وو۔ الله تعالی ښځه د ذلت له کندې راویسته، د انصاف پر بنسټ یې حقوق ورکړل او مېړونو ته یې د نېک چلند حکم وکړ۔ الله تعالی فرمایي: ﴿وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ﴾ (النساء: 19) «له خپلو ښځو سره په ښه طریقه ژوند وکړئ.» او په بل ځای کې فرمایي: ﴿وَلَهُنَّ مِثْلُ الَّذِي عَلَيْهِنَّ بِالْمَعْرُوفِۚ وَلِلرِّجَالِ عَلَيْهِنَّ دَرَجَةٌ﴾ (البقرة: 228) «او د ښځو لپاره (پر مېړونو) هماغه حقونه دي لکه څنګه چې د دستور مطابق د مېړونو (پر ښځو) حقونه دي، خو مېړونو ته پر ښځو یو درجه فضیلت حاصل دی.» له دغو روښانو آیتونو څخه څرګندیږي چې ښځې هم د مېړونو پر غاړه حقوق لري، لکه څنګه چې مېړونه پر ښځو حقوق لري۔ له رسول الله ﷺ څخه په صحیح حدیث کې راغلي دي چې: «په مؤمنانو کې تر ټولو کامل ایمان هغه څوک لري چې اخلاق یې تر ټولو ښه وي، او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلې ښځې سره ښه چلند کوي، او زه ستاسو په منځ کې له خپلو کوروالو سره تر ټولو ښه یم.» (ترمذي او نور) له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «مؤمن دې له مؤمنې ښځې سره بغض نه ساتي؛ که د هغې یوه عادت ورته بد وي، نو له بل عادت به یې راضي وي.» (مسلم) او له معاویه رضي الله عنه څخه روایت دی چې وایي: ما وویل: یا رسول الله! زموږ د ښځو پر موږ څه حق دی؟ هغه ﷺ وفرمایل: «کله چې ته خوراک کوې، هغې ته هم خوراک ورکړه؛ کله چې کالي اغوندې، هغې ته هم کالي ورکړه؛ پر مخ یې مه وهه، بد چلند ورسره مه کوه، او له کوره پرته یې مه پرېږده.» (احمد، ابو داود، ابن ماجه) له دغو صحیح او صریحو نصوصو څخه معلومېږي چې ښځې هم پر مېړونو حقوق لري۔ هغه مېړونه چې له خپلو ښځو سره ناسم چلند کوي، د هغوی د خوراک، لباس او کور خیال نه ساتي، او د ښه معاشرت پر ځای بدې خبرې او سپکاوی ورسره کوي، هغوی ته پکار ده چې د الله له عذابه ووېرېږي۔ که یوه ښځه له خپل مېړه سره وفاداره وي، د هغه په نه شتون کې یې خپل بستر له بل چا څخه ساتي، د هغه د اولادونو او کور ساتنه کوي، نو د مېړه هم دا حق دی چې له خپلې مېرمنې سره وخت تېر کړي، د هغې په غم او ښادۍ کې شریک وي۔ ښه خلک هماغه دي چې یو د بل حقوق په پام کې نیسي او ژوند په ښه تفاهم تېروي۔ زموږ په ټولنه کې ډېر مېړونه شته چې له حقوق‌الناس څخه بېخي غافل دي۔ د قیامت په ورځ به لکه څنګه چې د حقوق‌الله پوښتنه کېږي، همداسې به د حقوق‌الناس په اړه هم پوښتنه کېږي۔ الله تعالی دې موږ ټولو ته د سم عمل توفیق راکړي۔ آمین
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق