کتاب النکاح 595

د ښځې او خاوند تر منځ د راز افشا کولو شرعي حکم

د ښځې او خاوند تر منځ د راز افشا کولو شرعي حکم پوښتنه: که ښځه يا خاوند د يو بل پټ رازونه ښکاره کړي، يعنې خاوند د خپلې ښځې رازونه يا ښځه د خپل خاوند رازونه نورو ته ووايي، د شريعت له مخې يې حکم څه دی؟ ځواب: په ښځه او خاوند دواړو باندې جايز نه ده چې خپل د جنسي اړيکو خبرې يا نور پټ خصوصي رازونه د بل چا مخې ته ښکاره کړي. ځکه چې د شريعت په نظر داسې کسان ډېر بد دي، او د الله جل جلاله په نزد به يې د قيامت په ورځ ډېر بد انجام وي. ابو سعيد خدري رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمايل: "بېشکه د الله په نزد د قيامت په ورځ تر ټولو بد ځای هغه سړي ته دی چې خپلې مېرمنې ته ورشي او مېرمن يې هغه ته ورشي، بيا هغه د خپلې ښځې رازونه خپاره کړي." (صحیح مسلم: کتاب النکاح، باب تحريم إفشاء سرّ المرأة 123/437) په صحيح مسلم 124/1437 کې داسي الفاظ دي: "د ټولو نه زيات خيانت کوونکی هغه کس دی چې له خپلې مېرمنې سره شپه تېروي، او مېرمن ورسره شپه تېروي، بيا هغه د هغې رازونه افشا کوي." امام نووي رحمه الله د دې حديث په شرحه کې فرمايي: "په دې حديث کې څرګنديږي چې د سړي لپاره حرام دي چې د خپلې ښځې سره د تېرېدونکو پټو معاملو تفصيل نورو ته بيان کړي او خپاره يې کړي." (شرح النووي 8/10) نو ځکه ښځه او خاوند بايد خورا محتاط وي، او خپلې شخصي خبرې، د بدن پټ رازونه او د جنسي ژوند تعلق لرونکي خبرې هېڅکله بل چاته ونه وايي. زموږ په ټولنه کې دا يوه ډېره بده ناروغي ده چې ځينې سړي د جنسي خبرو په کولو کې هېڅ شرم نه احساسوي، او ځينې ښځې خپلې ملګرې ته د خپل خاوند سره تېرېدونکي پټ خصوصي حالات بې له شرمه بيانوي. له دې ډول خبرو او کارونو څخه بايد په بشپړ ډول ځان وساتل شي.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق