لمونځ 470
اقامت څوک وکړي؟
اقامت څوک وکړي؟ سوال: ایا د اذان وروسته د تکبیر (اقامت) ویلو حق یوازې د مؤذن دی، که بل څوک هم اقامت ویلای شي؟ ځواب: افضل او غوره دا ده چې هماغه څوک چې اذان کړی، اقامت هم ووایي. د انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې کله خلکو د لمانځه د خبرولو لپاره د اور او ناقوس یادونه وکړه، او د یهودو او نصاراوو د طریقه یادونه یې وکړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم بلال رضي الله عنه ته امر وکړ چې اذان دوه دوه (جفت) ووايي او اقامت یوه یوه ، پرته له "قد قامت الصلاة" څخه. (متفق علیه) له دې څخه څرګندیږي چې بلال رضي الله عنه اذان هم ویلی او اقامت هم. همدارنګه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د مؤذن ابو محذورہ رضي الله عنه په اړه هم راغلي دي چې ده اذان هم وایه او اقامت هم. (البيهقي 1/399؛ ابن أبي شيبه 1/216) والله أعلم
