لمونځ 475
د سورة فاتحې نه مخکې د بشپړې بسم الله لوستلو حکم پوښتنه: د سورة فاتحې نه مخکې د «بسم الله الرحمن الرحيم» د لوستلو ثبوت څه دی؟ او آیا په کوم صحیح حدیث کې دا عمل راغلی دی؟ (ابو سفیان خورشید) --- ځواب: نعیم المجمر رحمه الله فرمایي: ما د ابو هریره رضي الله عنه تر شا لمونځ وکړ. هغه لومړی بسم الله الرحمن الرحيم ولوستله، بیا یې سوره فاتحه ولوستله. کله چې د دې آیت ته ورسېد: ﴿غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ﴾ نو «آمین» یې وکړ او خلکو هم «آمین» وویل. کله چې رکوع ته لاړ، نو «الله اکبر» یې وویل، کله چې له رکوعه راپورته شو، نو یې وویل: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَه»، بیا یې «الله اکبر» وویل او سجده یې وکړه. کله چې له سجدې راپورته شو «الله اکبر» یې وویل، بیا چې یې دوهم سجده وکړه، هم یې «الله اکبر» وویل. کله چې یې سلام وګرځاوه، نو قسم یې وکړ او ویې ویل: «پر هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې دی! زه ستاسو ټولو نه زیات د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لمانځه سره ورته یم.» (صحیح ابن حبان – موارد الظمآن حدیث: 450، صحیح ابن خزیمه 1/251، سنن النسائي، مسند ابی یعلی او نور) --- له دې صحیح حدیث څخه څرګندیږي چې په لمونځ کې د سورې فاتحه نه مخکې د بشپړې بسم الله الرحمن الرحيم لوستل د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت دی، چې ابو هریره رضي الله عنه خلکو ته په عملي توګه وښودله.
