480
په لمانځه کې د يوې آيت نه لږ تلاوت کول (د بقرې د سورت وروستۍ برخه) د لمانځه د قبلېدو لپاره بس دی که نه؟
پوښتنه: په لمانځه کې د يوې آيت نه لږ تلاوت کول (د بقرې د سورت وروستۍ برخه) د لمانځه د قبلېدو لپاره بس دی که نه؟ ځواب: په لمانځه کې په هر رکعت کې د سورې فاتحه لوستل لازمي دي. له دې علاوه څومره چې څوک وغواړي، تلاوت کولی شي. که څوک د فاتحې نه وروسته يوازې يو آيت تلاوت کړي يا زيات، لمانځه به يې صحيح وي. د رفاعه بن رافع الزُرَقي رضی الله عنه روايت: يو سړی د رسول الله ﷺ په حضور کې لمانځه ته ودرېد، لمونځ يې وکړ، بيا د رسول الله ﷺ خواته راغی. رسول الله ﷺ ورته وفرمايل: > «بيرته لمونځ وکړه، ته لمونځ نه دی کړی!» هغه سړي عرض وکړ: > «اې د الله رسوله! زه څنګه وکړم؟» رسول الله ﷺ وفرمايل: > «کله چې د قبلې لور ته مخ کوې، تکبير ووايه، بيا سورت فاتحه تلاوت کړه، او وروسته د قرآن څخه څه چې غواړې تلاوت کړه. کله چې رکوع ته ځې، خپل لاسونه پر ګونډو کيږده، شا برابره کړه او په ډاډ سره رکوع وکړه. کله چې له رکوع څخه سر پورته کوې، شا نېغه کړه تر څو هډوکي خپلو ځایونو ته راشي. بيا کله چې سجده کوې، په ډاډ سجده وکړه، او کله چې له سجدې پورته کېږې، پر خپل کيڼ ران کښېنه. بيا هر رکعت همداسې ترسره کړه.» (مسند احمد 4/340. علامه نيموي حنفي وايي: د دې حديث سند حسن دی، آثار السنن، مخ 214). له دې صحيح حديث څخه ښکاره کېږي چې: په لمانځه کې د سورت فاتحه لوستل ضروري دي. له فاتحې نه وروسته نور تلاوت د لمانځه کوونکي په خوښه دی؛ که يو آيت وي يا څو. نو، ستا لمونځ صحيح دی که د فاتحې وروسته يوازې يو آيت هم تلاوت کړې.
