لمونځ 483

تشهد کې د شهادت ګوته د قبلې پر لور نيول

تشهد کې د شهادت ګوته د قبلې پر لور نيول سوال: د لمانځه په حالت کې د تشهد پر مهال د شهادت ګوته بايد د قبلې پر لور وي؟ او آيا نظر د هغې په لور ټينګول د کوم صحيح حديث څخه ثابت دي؟ ځواب: له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روايت دی چې کله به نبي کريم صلی الله عليه وسلم په لمانځه کې ناست شو، نو خپله ګوته به يې د قبلې پر لور اشاره کوله او خپل نظر به يې پر هغې ټينګاوه. (ابو عوانه 2/246، ابن خزيمه 719) همدارنګه په بل روايت کې راغلي دي چې نبي صلی الله عليه وسلم به چې کله د تشهد لپاره کېناست، نو خپل کيڼ لاس به يې د کيڼ ورن پر سر ايښی و او ښی لاس به يې د ښي ورن پر سر ايښی و، بيا به يې د شهادت په ګوته اشاره کوله، او د هغه نظر به د خپلې اشارې نه تېرېده. (ابو عوانه 2/247) له دغو احاديثو څخه څرګنديږي چې د تشهد پر مهال د شهادت ګوته پورته کول، د قبلې پر لور اشاره کول او نظر پر هغې ټينګول سنت دي.

بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق