لمونځ 502

د لمانځه پر مهال د اوداسه ماتېدو حکم

د لمانځه پر مهال د اوداسه ماتېدو حکم پوښتنه: که د لمانځه په منځ کې د چا اودس مات شي، آيا پر هغه لازمه ده چې لمونځ پرېږدي او بيا اودس وکړي؟ که امام وي او د هغه اودس مات شي، نو هغه به څه کوي؟ آيا لمونځ پرېږدي او اودس به بيا کوي که لمونځ به بشپړوي؟ ځواب: د لمانځه لپاره اودس کول شرط دی. کله چې د چا اودس مات شي، نو هغه ته پکار دي چې له لمانځه ووځي، بيا نوی اودس وکړي او لمونځ له سره وکړي. که هغه امام وي، نو له لمانځه مخکې دې له صفه څخه يو بل سړی مخکې کړي (د امامت لپاره)، خپله دې له صفه ووځي، اودس دې وکړي، او بيا دې له سره لمونځ ادا کړي، نه دا چې له هماغه ځایه يې دوام ورکړي چې پرېښی و. سيدنا طلق بن علي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله ﷺ وفرمايل: > «إِذَا فَسَا أَحَدُكُمْ فِي الصَّلَاةِ، فَلْيَنْصَرِفْ، فَلْيَتَوَضَّأْ، وَلْيُعِدِ الصَّلَاةَ» "کله چې ستاسو يو څوک په لمانځه کې هوا وباسي، نو له لمانځه دې ووځي، اودس دې وکړي، او لمونځ دې له سره ادا کړي." (ترمذي، ابوداؤد – دا حديث حسن ده) د احنافو نظر: د احنافو علماوو له مخې، که د چا اودس مات شي، هغه دې ووځي او اودس دې وکړي. که يې د اوداسه په موده کې داسې حرکت نه وي کړی چې د لمانځه خلاف وي، نو کولای شي له هغه ځایه لمونځ پيل کړي چې پرېښی و. د دې لپاره دوی دا روايت دليل ګرځوي: سيده عائشه رضي الله عنها روايت کوي: > "رسول الله ﷺ وفرمايل: څوک چې قی وکړي، يا پوزه پرې وينه راووځي، يا د نس ناپاکي راووځي، يا مذی پرې راووځي، نو هغه دې ولاړ شي، اودس دې وکړي، او خپل لمونځ دې له هماغه ځایه پيل کړي، پر دې شرط چې د منځ کې خبرې نه وي کړې." (ابن ماجه ۲۱۲۱، دارقطني ۱/۱۰۳، ۱۰۰) خو دا حديث ضعيف ده، لکه څنګه چې حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله په بلوغ المرام کې ليکلي، او امام احمد او نورو هم دا حديث ضعيف بللی دی. نو له دې حديث څخه استدلال کول سم نه دي. درسته خبره دا ده چې کله اودس ماتي، بايد نوی اودس وشي او لمونځ دې له پيله بيا ادا شي، ځکه چې اودس د لمانځه شرط دی.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق