عقايد 263
شرکِ اصغر، شرکِ اکبر ګرځي:
شرکِ اصغر، شرکِ اکبر ګرځي: دا (د غیر الله قسم خوړل) شرکِ اصغر دی، خو په چا چې قسم خوړل کېږي، هغه د قسم خوړونکي په نظر کې ډېره معززه کس وي، او د هغه په نزد د هغه عبادت جائز وي، نو بيا د هغه قسم خوړل شرکِ اکبر ګرځي. لکه څنګه چې نن سبا د قبر پرستانو حال دی. دغه خلک د قبر خاوندانو څخه دومره وېرېږي لکه څنګه چې د الله تعالی څخه نه وېرېږي، او هغوی ته دومره تعظیم کوي هومره الله تعالی ته نه کوي. نو له دغو خلکو څخه که چاته د يو ولي قسم خوړلو ووايي، نو تر هغې يې نه خوري څو پورې چې په خپله خبره کې ريښتينی نه وي. خو که ورته ووايي چې د الله تعالی قسم وخوره، نو قسم خوري که څه هم دروغجن وي. په حقیقت کې، د چا قسم خوړل د هغه ډېر زيات تعظيم او درناوی ګڼل کېږي، او د دې ډول تعظيم او درناوي حق يوازې الله تعالی ته روا دی.
