عقايد 278
د رسول الله صلی الله علیه وسلم یا بل هر چا د مقام او منصب په وسیله توسل؟
د رسول الله صلی الله علیه وسلم یا بل هر چا د مقام او منصب په وسیله توسل؟ په دې اړه چې کوم حدیث وړاندې کیږي، چې داسې ده: (إذا سالتم الله فاسئلوه بجاهی فان جاهی عند الله عظيم ) " کله چې تاسې له الله تعالی څخه څه غواړئ، نو زما د جاه او عزت په وسیله وغواړئ، ځکه زما جاه او مقام د الله تعالی په نزد ډېر لوړ دی." دا حدیث سراسر جعلي او دروغ دی. د حدیثو په معتبرو کتابونو کې نه راځي، او نه کوم محدث یا دیني عالم دا حدیث بللی دی، نو د دې پر بنسټ هېڅ عمل روا نه دی. ځکه چې د عبادتونو د ثابتېدو لپاره په قرآن او حدیث کې صریح دلیل ته اړتیا وي. د مخلوق له ذات نه توسل کول: دا توسل هم روا نه دی، ځکه دا ښکاره شرک دی. دا صحیح نه ده چې څوک د الله تعالی تقرب ته د رسېدو لپاره د کوم بنده وسیله ونیسي. همدارنګه، الله تعالی د مخلوق نه غوښتنه او سوال د دعا د قبلېدو سبب نه دی ګرځولی، او نه یې دا خپل بنده ته روا ګرځولې ده.
