عقايد 281
ناجایز استعانت:
ناجایز استعانت: هغه مرسته یا غوښتنه چې د مخلوق له وسې وتلې وي او یوازې الله تعالی پرې قادر وي، نو دا له مخلوق څخه غوښتل ناجایز دي؛ لکه: له مړو څخه استغاثه کول (مرسته غوښتل) یا له ژوندیو څخه داسې څه غوښتل چې یوازې الله تعالی پرې قادر وي. لکه: د مریضانو شفاء، د مصیبتونو دفع کول، د تکلیفونو لرې کول، نو دا ډول مرستې غوښتل له مخلوق څخه جایز نه دي، بلکې دا شرک اکبر دی. --- نبی صلی الله علیه وسلم د زمانې یوه پیښه: د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې یو منافق وو چې مسلمانانو ته یې ډېر تکلیف ورکاوه. یو مسلمان، د دغه منافق له شرارت څخه ستړی شو او ویې ویل: "راځئ چې د دې منافق په اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه استغاثه وکړو." کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دا واورېدل، نو ویې فرمایل: (انه لا يقام لي انما يقام لله تبارک وتعالی ) مسند احمد: ۵/۳۱۷ --- رسول الله صلی الله علیه وسلم دا الفاظ د دې لپاره خوښ نه کړل، که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند په حالت کې دا کار کولی شوای، خو: د خالص توحید د ساتنې لپاره د شرک د دروازو د بندولو لپاره د الله ج له مخې عاجزي او تواضع څرګندولو لپاره او خپل امت ته د اقوالو او افعالو له لارې د شرک وسایلو څخه د ساتنې لپاره يې داسې وکړل. --- کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله د ژوند په حالت کې دا ونه منله، نو د وفات وروسته څنګه امکان لري چې څوک دا جرأت وکړي چې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه داسې څه وغواړي، کوم چې هغه صلی الله علیه وسلم پرې قادر نه دی؟! نو که له نبي صلی الله علیه وسلم څخه دا ډول غوښتنه جایز نه وي، نو دا به څنګه له نورو اولیاء، مشایخو یا مړو سره جایز وي؟
