عقايد 283
د رسول صلی الله علیه وسلم محبت د الله د محبت تابع دی.
د رسول صلی الله علیه وسلم محبت د الله د محبت تابع دی. د دې حدیث څخه دا خبره ثابتیږي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبت د الله تعالی د محبت تابع او لازم ملزوم دی، او د مرتبې له لحاظه د الله د محبت نه وروسته په دویم مقام کې راځي. او د دې چې د انسان لپاره باید د الله تعالی نه پرته نورې ټول محبوب شيان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د محبت لاندې راولي، د دې متعلق د حدیث الفاظ دا دي: > "لا یؤمن أحدکم حتی أکون أحب إلیه من والده وولده والناس أجمعین" ژباړه: "تاسو څخه هیڅ څوک پوره مؤمن نه شي کېدلی تر هغه پورې چې زه (محمد صلی الله علیه وسلم) د ده لپاره د ده له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه زیات محبوب نه یم.
