عقايد 287

د رسول الله ﷺ په محبت کې مبالغه:

د رسول الله ﷺ په محبت کې مبالغه: همدا راز، په ديني تعلیماتو کې د مبالغې مطلب دا دی چې د رسول الله ﷺ د صفتونو او تعریف په اړه له مشروع حد څخه زیاتوالی وشي. رسول الله ﷺ خپله مونږ د دې نه منع کړي یو. رسول الله ﷺ وفرمایل: > «لا تُطروني كما أطْرَتِ النصارى ابنَ مريمَ، فإنما أنا عبدُه، فقولوا عبدُ اللهِ ورسولُه» (صحيح البخاري، کتاب أحاديث الأنبياء، باب: وَاذْكُرْ فِي الْكِتَابِ مَرْيَمَ، حديث: 3445) ژباړه: "زما له حد نه زياته ستاينه مه کوئ، لکه څنګه چې نصاراوو د مریم زوی عیسی عليه السلام د ستاینې کې غلو وکړ، بېشکه زه د الله بنده یم، نو ما د الله بنده او د هغه رسول وبولئ." یعنې: زما د تعریف په مهال باطلو صفتونو نه کار مه اخلئ، او غلو مه کوئ. لکه څنګه چې نصاراوو د حضرت عیسی علیه السلام د تعریف په وخت کې دومره مبالغه وکړه چې د الوهيت مقام ته یې ورسولو. نو تاسو باید زما تعریف داسې وکړئ، لکه څنګه چې زما رب (الله) زما تعریف کړی دی. نو ووایئ: "د الله بنده او د هغه رسول." همداراز، یو صحابي رسول الله ﷺ ته وویل: "أنت سیدنا." یعنې: "تاسو زمونږ سردار یاست." رسول الله ﷺ وفرمایل: > «السيدُ اللهُ تباركَ وتعالى.» (ابوداؤد، کتاب الأدب، باب في كراهية التمادح، حديث: 4806) ژباړه: "اصلي سردار خو الله سبحانه وتعالی دی." خو کله چې صحابي وویل: "أنت أفضلُنا، وأعظمُنا طولًا، وأعظمُنا قوةً." یعنې: "تاسو زمونږ تر ټولو غوره، تر ټولو لوى او تر ټولو زورور یاست." نو رسول الله ﷺ وفرمایل: > «قولوا بقولِكم، أو بعضِ قولِكم، ولا يستجرينكم الشيطانُ. أنا محمدٌ عبدُ اللهِ ورسولُهُ.» ژباړه: "په خپله خبره کې پاتې شئ، یا د هغې یوه برخه ووایئ، شیطان مو مه تېر باسي، زه محمد یم، د الله بنده یم او د الله رسول یم." نو دلته رسول الله ﷺ مونږ ته دا ادب او توازن ښودلی، چې په محبت کې هم باید اعتدال وساتو، او رسول الله ﷺ ته هغه مقام ورکړو، کوم چې الله ورکړی دی. رسول الله ﷺ دا نه خوښوي چې څوک یې له خپل مقام څخه پورته کړي.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق