عقايد 291

د ابن کثیر رحمه الله قول(د رسول الله ﷺ د ادب، تعظیم او اجلال آداب)

د ابن کثیر رحمه الله قول(د رسول الله ﷺ د ادب، تعظیم او اجلال آداب) علامه ابن کثیر رحمه الله فرمایي: دا هغه مبارک آیتونه دي چې الله تعالی پکې خپلو مؤمنو بندګانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احترام، تعظیم، او اجلال آداب ورښودلي دي. په دې آیتونو کې الله تعالی مؤمنانو ته لارښوونه کړې چې: د رسول الله ﷺ په وړاندې دې خپل آوازونه نه لوړ کوي؛ او د رسول الله ﷺ نوم دې داسې نه اخلي لکه عام خلک، یعنې داسې ونه وايي: "اې محمد!"، لکه څنګه چې یو عام شخص ته غږ کېږي. بلکې، د رسول الله ﷺ لپاره د ادب، عظمت، او احترام خطابونه غوره شوي دي. الله تعالی فرمایي: > ﴿لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا﴾ (النور: ۶۳) “د رسول ﷺ بلنه (غږ کول) ستاسو ترمنځ د یو بل د غږ کولو په څېر مه ګرځوئ.” یعنې، تاسو ته نه ښايي چې رسول الله ﷺ ته داسې غږ وکړئ لکه چې تاسو یو بل ته يې کوئ، بلکې باید د ادب، تعظیم، او درناوي له مخې وي. خپله الله تعالی هم رسول الله ﷺ ته د ادب او عظمت له القابو سره خطاب کړی دی، لکه: "يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ" (اې نبي!) "يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ" (اې رسول!) او الله تعالی او د هغه ملائکې پر رسول الله ﷺ درود وايي. او مؤمنانو ته یې امر کړی دی چې تاسو هم باید پر رسول الله ﷺ درود او سلام وایئ. الله تعالی فرمایي: > ﴿إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ ۚ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾ (الأحزاب: ۵۶) ژباړه: بېشکه الله او د هغه فرښتې پر نبي ﷺ درود وايي، نو اې مؤمنانو! تاسو هم پر هغه درود او سلام وایاست، د پوره تسلیمۍ سره. خو دا باید یاد وساتو چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د تعریف او توصیف لپاره نه کوم ځانګړی وخت او نه کومه ځانګړې طریقه د کتاب او سنت له پوره او صحیح دلیل پرته ټاکل کېدای شي. نو نن سبا چې ځیني خلک د میلاد النبي جشنونه او جلوسونه کوي، او دا معینه نېټه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د زېږون ورځ ګڼي، دا یو ډېره ناخوښ بدعت دی، چې د شرعي اصولو سره هیڅ ډول مناسبت نه لري. د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حقیقي تعظیم او تکریم تقاضا دا ده: چې د هغه مبارک سنت (طریقه، وینا، عمل او تائید) ته په درناوي او تعظیم سره وګورو؛ پر سنت عمل کول واجب وګڼو؛ او دا چې د سنتو حیثیت د قرآن کریم نه وروسته په درجه کې تر ټولو لوړ وي، ځکه چې سنت هم د الله تعالی له خوا وحی ده. الله تعالی فرمایي: > ﴿وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَىٰ إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَىٰ﴾ (النجم: 3-4) “(محمد صلی الله علیه وسلم) له خپلې نفساني غوښتنې نه خبرې نه کوي، دا (سنت) خو یوازې هغه وحی ده چې ورته نازله شوې ده.” نو د سنتو په اړه شک کول، د هغه مقام کمول، یا د هغه سپکاوی کول حرام دي. د سنتو د متونو، اسنادو، او روایاتو د تصحیح او تضعیف، یا د حدیث د معنا او تفسیر په اړه خبرې باید له ډېر احتیاط، علم، او دقت سره وشي. خو نن سبا ډېر ناپوهان، په ځانګړې توګه هغه ځوانان چې د تعلیم په ابتدائي پړاوونو کې دي، د سنت رسول پر ضد خبرې پیل کړې دي. هغوی صرف له مطالعې سره راويان ردوي او د احادیثو د ضعف او صحت خبرې کوي، چې نه یوازې دا کار د دوی لپاره خطرناک دی، بلکې دا د ټول امت لپاره هم لوی تاوان او فتنه ده. نو دوی ته پکار دي چې د الله تعالی نه وویریږي او د خپلې علمي سطحې او موقف نه مخکې قدم وانخلي.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق