عقايد 300
د اهل بيتو په هکله) اهل سنت والجماعت د افراط او تفریط نه پاک دي:
د اهل بيتو په هکله) اهل سنت والجماعت د افراط او تفریط نه پاک دي: اهل سنت والجماعت د رافضي شیعه ګانو له هغو باطلو عقایدو نه پاک دي، چې د اهل بيت په اړه یې غلو کړې او د هغوی د معصومیت (نه خطاکېدنې) دعوی کوي. همدا راز، د هغو ناصبيانو له ګمراهۍ هم پاک دي چې د حق لوري اهل بيت سره بغض او دښمني لري، هغوی ته ښکنځل کوي. الحمد لله، اهل سنت والجماعت له هغو بدعتي او خرافاتي کسانو هم پاک دي، چې اهل بيت د الله ﷻ پر ځای د حاجت روایانو، او د ستونزو د حل صلاحیت لرونکو (ارباب حل و عقد) ګڼي، او هغوی ته وسیله جوړوي. یقیناً، اهل سنت والجماعت په دې موضوع او نورو ټولو برخو کې د اعتدال پر منهج ولاړ دي، او د مستقیمې لارې پیروان دي. نه هغوی افراط کوي او نه تفریط، نه د اهل بيت حق ضایع کوي، او نه هم ظلم کوي. خپله هغه اهل بيت چې پر حق دین قائم دي، هغوی هم له غلو کوونکو څخه کرکه لري او د هغوی نه پناه غواړي. خپله حضرت علي رضي الله عنه هغه کسان چې د ده په اړه یې غلو کاوه، په اور وسوځول. حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه د دغو کسانو وژل روا بللي، خو د اور پر ځای یې د توري حکم مناسب بللی. حضرت علي رضي الله عنه هڅه وکړه چې د غلو مشر عبدالله بن سبا ونیسي وې وژني، خو هغه وتښتېد او پټ شو.
