عقايد 301
فضائل د صحابو ؓ او د هغوی خپلمنځی اختلافات او د اهل سنت والجماعت موقف
فضائل د صحابو ؓ او د هغوی خپلمنځی اختلافات او د اهل سنت والجماعت موقف صحابه څوک دي؟ صحابه، د "صحابي" جمع ده، او له دې څخه مراد هر هغه شخص دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د ایمان په حالت کې ملاقات کړی وي او هم په همدې ایمان باندې مړ شوی وي. زموږ عقیده دا ده چې صحابه د امت تر ټولو غوره خلک وو. د دوی زمانه "خَیرُ القُرُون" (تر ټولو غوره زمانه) وه. دا شرافت دوی ته ځکه حاصل شوی دی چې: دوی د اسلام منلو کې له نورو څخه مخکې وو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ملګرتیا لپاره غوره کړل شول، د هغه صلی الله علیه وسلم سره یې جهاد وکړ، د شریعت د درنو مسؤلیتونو بار یې پورته کړ او وروسته نسلونو ته یې دا دین ورساوه. الله تعالی په قرآن مجید کې د دوی ستاینه کړې ده. یوه مبارکه آیه داسې ده: والسابقون الأولون من المهاجرين والأنصار والذين اتبعوهم بإحسان رضی الله عنهم ورضوا عنه وأعد لهم جنات تجري تحتها الأنهار خالدين فيها أبداً، ذلك الفوز العظيم" (سورة التوبة: 100) ژباړه: "او له مهاجرینو او انصارو څخه هغه کسان چې تر ټولو مخکې ایمان راوړونکي وو، او هغه څوک چې د ښه نیت او نیک عمل سره د دوی پیروي وکړه، نو الله له دوی څخه راضي شو او هغوی له الله څخه راضي شول، او الله تعالی د دوی لپاره داسې جنتونه تیار کړي چې لاندې یې ویالې روانې دي، دوی به پکې تل پاتې وي، دا ستره بریا ده."
