عقايد 303

"د ايثار يا قربانۍ ژوندۍ بیلګه

"د ايثار يا قربانۍ ژوندۍ بیلګه يو بل ځای رب العالمین فرمايي: [سُوۡرَةُ الحَشر : 8] لِلْفُقَرَآءِ الْمُهٰجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِن دِيٰرِهِمْ وَأَمْوٰلِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِّنَ اللَّهِ وَرِضْوٰنًا وَيَنصُرُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥٓ ۚ أُولٰٓئِكَ هُمُ الصّٰدِقُونَ (همدارنګه دغه مال) د هغو غريبو مهاجرينو لپاره دى، چي له خپلو كورونو او جايدادونو څخه ایستل شويدي. دوى د الله فضل او د هغه رضاء غواړي او د الله او د هغه د پېغمبر بري ته ملاتړلي اوسیږي. همدغه رښتيني خلك دي. وَالَّذِينَ تَبَوَّءُو الدَّارَ وَالْإِيمٰنَ مِن قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلَا يَجِدُونَ فِى صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِّمَّآ أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلٰىٓ أَنفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ ۚ وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِۦ فَأُولٰٓئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (او دا مالونه د هغو خلكو (انصارو) لپاره هم دي) چي د دغو مهاجرينو له راتګ څخه مخکي یې ايمان راوړى، په دې کور (مدینه منوره) کښي استوګن ول. دوى له هغو خلكو سره مينه كوي چي دوى ته یې هجرت کړی دى؛ او هر څه چي هغو ته ورکړل شي، د هغو څه اړتیا قدري هم دوى پخپلو زړونو کښي نه احساسوي؛ او پر خپل ځان باندي نورو ته ترجيح وركوي كه څه هم پخپله محتاج وي. حقيقت دا دى، كوم خلك چي د خپل زړه له تنګۍ څخه وژغورل شول، همغوى بري موندونكي دي. [سُوۡرَةُ الحَشر :8_ 9] په دغو آيتونو کې الله تعالی د مهاجرينو او انصارو ډېره ستاينه کړې ده، او هغوی يې د نيکيو (خير) پر لور سبقت کوونکي بللي دي. همدارنګه يې دا هم بيان کړي چې الله تعالی له هغوی څخه خوښ دی، او د هغوی لپاره يې باغونه تيار کړي دي. همدارنګه الله تعالی دا هم ويلي چې هغوی د يو بل سره مهربان او پر کافرانو سخت دي. د هغوی صفتونه داسې بيان شوي چې هغوی ډېر رکوع او سجدې کوي. د هغوی زړونه پاک او صاف دي، او د هغوی پر څهرو د اطاعت او ايمان هغه نښې او رڼا ښکاره ده چې له هغې نه پېژندل کېږي. الله تعالی هغوی د خپل نبي د ملګرتيا لپاره غوره کړي دي، تر څو د کفارو غوسه راوپاروي. د مهاجرينو ستاينه: الله تعالی د مهاجرينو په ستاينه کې ويلي چې هغوی يواځې د الله لپاره، د هغه د دين د مرستې لپاره، او د الله د فضل او رضا د لاسته راوړلو په نيت خپل پېژندل شوی وطن، شتمني او مال و دولت پرېيښی دی. او دوی په دې عمل کې رښتوني وو. د انصارو ستاينه: د انصارو په ستاينه کې الله تعالی ويلي دي چې هغوی د هجرت، مرستې او رښتيني ايمان خاوندان دي. هغوی له خپلو مهاجر وروڼو سره مينه کوي، هغوی ته پر ځان ترجیح ورکوي، له هغوی سره خواخوږي کوي، او له بخل څخه پاک دي، چې له همدې امله بریا او نېکمرغي د دوی پښې ښکلوي. دا د دوی ځينې فضيلتونه او ښېګڼې دي، سربېره پردې هغوی ځينې ځانګړي فضيلتونه هم لري چې له امله يې د هغوی ځينې يو له بله غوره شوي دي، او دا غوره والی د اسلام په منلو کې د سبقت، هجرت او جهاد له کبله دی. تر ټولو غوره صحابه: نو تر ټولو غوره صحابه خلفاء راشدين دي: 1. حضرت ابو بکر صديق 2. حضرت عمر بن خطاب 3. حضرت عثمان بن عفان 4. حضرت علي بن ابي طالب د دوی وروسته د عشره مبشره (هغه لس صحابه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوی لپاره د جنت زېری ورکړی) پاتې صحابه دي، لکه: حضرت طلحه بن عبيدالله حضرت زبير بن عوام حضرت عبدالرحمن بن عوف حضرت ابو عبيده بن الجراح حضرت سعد بن ابي وقاص حضرت سعيد بن زيد مهاجرينو ته پر انصارو غوره والی ورکړل شوی دی. همدا راز د اهل بدر او اهل بيعت رضوان ځانګړی فضيلت راغلی دی. هغه خلک چې د فتح مکه نه مخکې يې ايمان راوړی و او جهادونه يې کړي وو، هغوی ته پر هغو کسانو غوره والی ورکړل شوی دی چې د فتح مکه نه وروسته يې اسلام قبول کړی دی.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق