عقايد 305
(د صحابه کرامو د مناقشاتو په باب )د طحاویې شارح د "العقیده الطحاویة" په شرح کې لیکي:
(د صحابه کرامو د مناقشاتو په باب )د طحاویې شارح د "العقیده الطحاویة" په شرح کې لیکي: "د رفض فتنه یو منافق او زندیق پیدا کړې وه، چې هدف یې د اسلام دین له منځه وړل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم شخصیت ته سپکاوی رسول و، لکه څنګه چې علماوو ذکر کړې ده. یقیناً کله چې عبدالله بن سبا د اسلام اظهار وکړ، نو موخه یې دا وه چې د خپلې خبیثۍ او مکّارۍ له لارې په اسلام کې فساد خپور کړي، لکه څنګه چې بولس په عیسائیت کې وکړل. ده په اول کې ځان عبادت کوونکی او زاهد وښود، بیا یې د معروفو کارونو د امر او له بدیو د منع شعار ورکړ، تر دې چې د حضرت عثمان رضی الله عنه پر ضد یې فتنه جوړه کړه او د هغوی د قتل هڅه یې وکړه. وروسته کوفې ته ولاړ، هلته یې د حضرت علي رضی الله عنه په اړه مبالغه وکړه، د هغوی ملاتړ او نصرت یې اعلان کړ، څو د دې لارې خپل خبیث هدف ته ورسیږي. کله چې حضرت علي رضی الله عنه ته د ده حقیقت معلوم شو، نو د ده د قتل حکم یې وکړ، خو دا بد ذات قرقیس ته وتښتېد. د ده ټول داستان په تاریخ کې مشهور دی."
