عقايد 317
په دین کې د بدعتو د ډولونو حکم
په دین کې د بدعتو د ډولونو حکم په دین کې هر ډول بدعت حرام او ګمراهي ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «وإياكم ومحدثات الأمور، فإن كل محدثة بدعة، وكل بدعة ضلالة» ژباړه: “له نویو ایجاد شویو (کارونو) ځان وساتئ، ځکه هره نوې اختراعه بدعت ده، او هره بدعت ګمراهي ده.” (ابوداود، کتاب السنة، باب لزوم السنة: 4607) بل ځای یې فرمایلي دي: «من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد» ژباړه: “چا چې زموږ په دې (دین) کې داسې نوی شی ایجاد کړ چې د دې (دین) برخه نه وي، هغه مردود دی.” (بخاري، کتاب الصلح، حدیث: 2697) او بل روایت کې فرمایي: «من عمل عملاً ليس عليه أمرنا فهو رد» ژباړه: “چا چې داسې عمل وکړ چې زموږ د امر مطابق نه وي، هغه مردود دی.” (مسلم، کتاب الأقضية، حدیث: 1718) --- امام شاطبي رحمه الله فرمایي: دا حدیثونه واضح کوي چې: په دین کې هر څه چې وروسته پیدا شي، بدعت دی. هره بدعت ګمراهي ده. او هره بدعت مردود (نه منل شوی) دی یعنې: په عبادتونو او عقیدو کې بدعت حرام دی. --- د بدعت د حرمت درجات د هغې د نوعیت له مخې مختلف دي: 1. ښکاره د کفر په ډول بدعتونه: لکه: د قبرونو طواف کول پر قبرونو نذر او نیاز کول له اهل قبور څخه څه غوښتل له مړو څخه مرسته (استغاثه) کول همدا راز، د جهمي او معتزلي غلو افکار هم راځي. بعضې بدعتونه د شرک وسایل ګڼل کېدونکي دي لکه: پر قبرونو جوړښت کول هلته لمونځ یا دعا غوښتل د قبرو نه. بعضط بدعتونه د اعتقادي فسق په کچه راځی: لکه: د خوارجو، قدریه او مرجئه فرقو نظریات، چې د شریعت سره ښکاره مخالفت لري 4. د معصیت په کچه بدعتونه (ګناهونه): لکه: د دنیا پرېښودو په نیت مصنوعي عبادتونه، د لمر لاندې ولاړ پاتې کېدلو سره روژه نیول، یا د شهوت د کمولو لپاره ځانګړی عملیات کول، چې دا شریعت نه دي. الاعتصام للشاطبي٢/٣٧
