عقايد 318

یوه توجه (د بدعت د تقسيم په هکله)

یوه توجه (د بدعت د تقسيم په هکله) بدعت تقسيم کول غلط دي: هر څوک چې بدعت دوه قسمه کوي، يو بدعتِ حسنه (ښه بدعت) او بل بدعتِ سیئه (بد بدعت)، نو دا سړی په خطا دی، او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې قول مخالفت کوي: "فإن كل بدعة ضلالة" (ژباړه:) "بېشکه هر بدعت ګمراهي ده." نو ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ټول بدعتونه ګمراهي بللي دي، نو څوک چې ځینې بدعتونه بدعت حسنه بولي، هغه ګویا دا نه مني چې "هر بدعت ګمراهي او ضلالت" دی. علامه حافظ ابن رجب رحمه الله د "شرح الأربعين" په کتاب کې ليکي: وقولُه صلى الله عليه وسلم: "كل بدعة ضلالة" من جوامع الكلم، لا يخرج عنه شيء، وهو أصل عظيم من أصول الدين. (ژباړه:) د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول: "هر بدعت ګمراهي ده" د ډېرو معنا لرونکو خبرو څخه دی، هېڅ بدعت ترې نه‌ شي وتلی، او دا د دین له ستر اصولو څخه دی. دا هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې بل قول سره موافق دی، چې فرمایي: "من أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو رد." (رواه البخاري ) (ژباړه:) "څوک چې زموږ په دې کار (دین) کې داسې څه رامنځته کړي چې له هغه (دین) څخه نه وي، نو هغه مردود (رد شوی) دی." نو هر نوی شی چې د دین په لور منسوب شي، او په دین کې یې هیڅ اصل نه وي، نو په دې کې شک نشته چې هغه ګمراهي او ضلالت دی، او دین ترې برائت لري، که دا د عقیدې په مسائلو کې وي، که په ظاهري یا باطني اقوالو او اعمالو کې وي.


بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق