عقايد 322
د بدعت د پيدا کېدو اسباب
د بدعت د پيدا کېدو اسباب په دې کې هېڅ شک نشته چې که یو مسلمان د کتاب الله (قرآن) او سنت رسول ﷺ مضبوطه رسۍ ونیسي، نو هغه به له هر ډول بدعت، خرافاتو او ګمراهیو څخه محفوظ پاتې شي. د الله تعالی دا حکم دی: ﴿وَأَنَّ هذا صِراطي مُستَقيمًا فَاتَّبِعوهُ وَلا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُم عَن سَبيلِهِ ﴾ [الأنعام: ١٥٣] او دا زما (الله) مستقیم لاره ده، نو همداسې پرې روان شئ، او نورو لارو ته مه ورځئ، چې هغو به تاسو له الله د لارې بېل کړي." (الأنعام: 153) دا آیت رسول الله ﷺ پخپله واضح کړی دی حضرت جابر بن عبدالله رضی الله عنه روایت کوي: موږ د رسول الله ﷺ سره یو ځای وو، نو حضور ﷺ یو مستقیم خط راکش کړ، بیا یې د هغه ښي طرف ته دوه او چپ طرف ته هم دوه نور خطوط جوړ کړل، بیا یې خپل لاس پر منځني خط کېښود او لوست یې وکړ: (وَأَنَّ هَـٰذَا صِرَاطِى مُسْتَقِيمًۭا فَٱتَّبِعُوهُ ۖ وَلَا تَتَّبِعُوا۟ ٱلسُّبُلَ...) (الأنعام: 153) هر څوک چې د کتاب او سنت له پخې رسی لاس خوشې کړي، یا یې کمزورې نیسي، نو ګمراه کوونکې لارې، بدعتونه او خرافات به یې پر ځان راکاږي.
