عقايد 324
د نفس د خواهشاتو پیروي:
د نفس د خواهشاتو پیروي: هر هغه څوک چې د کتاب الله او د سنتو له پیروۍ څخه مخ واړوي، هغه به خامخا د خپل نفس د خواهشاتو پیروي کوي. الله تعالی فرمایي: فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءَهُمْ ۚ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ اللَّهِ ۚ ژباړه: نو که دوی ستا (د دعوت) مننه و نه کړي، نو پوه شه چې دوی یواځې د خپلو خواهشاتو پیروي کوي، او له هغه چا نه به څوک زیات ګمراه وي چې د الله له هدایت پرته د خپل نفس پیروي کوي؟ ــ [القصص: ۵۰] او بل ځای فرمایي: أَفَرَأَيْتَ مَنِ اتَّخَذَ إِلَٰهَهُ هَوَاهُ وَأَضَلَّهُ اللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمْعِهِ وَقَلْبِهِ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِ غِشَاوَةً ۚ فَمَن يَهْدِيهِ مِن بَعْدِ اللَّهِ ۚ ژباړه: ایا تا هغه کس لېدلی چې خپل خواهش یې معبود ګرځولی وي؟ الله ﷻ هغه ته (د حق له) علم سره سره ګمراهي ورکړې، د هغه په غوږونو او زړونو یې مهر لګولی، او د هغه پر سترګو پرده اچول شوې ده، نو له الله پرته به څوک دی سمې لارې ته برابر کړي؟ ــ [الجاثیه: ۲۳]
