عقايد 325
د اشخاصو او آراوو تعصب:
د اشخاصو او آراوو تعصب: تعصب (یعنې د اشخاصو یا ډلو سره کورنی يا کوم تړاو یا ځان غوښتنه)، د انسان او د حق ترمنځ یوه پرده جوړوي. الله ﷻ فرمایي: وَإِذَا قِيلَ لَهُمُ اتَّبِعُوا مَا أَنزَلَ اللَّهُ قَالُوا بَلْ نَتَّبِعُ مَا أَلْفَيْنَا عَلَيْهِ آبَاءَنَا ۚ ژباړه: کله چې ورته وویل شي چې د هغه څه پیروي وکړئ چې الله نازل کړي، نو دوی وایي: "نه، موږ خو د هغو خبرو پیروي کوو چې خپلو پلرونو مو پر هغه موندلي." ــ [البقره: ۱۷۰] نن هم دغه حالت د تصوف د بېلابېلو طریقتونو پیروان، او د قبرونو عبادت کوونکو سره شته. دوی د خپل تعصب په ړندو سترګو کې بند پاتې وي. کله چې دوی ته د قرآن او سنتو بلنه ورکړل شي، او له داسې عملونو نه ودرول شي چې د دین سره مخالف وي، نو دوی د خپلو مشایخو نومونه یادوي، یا وایي: "موږ خو د خپلو پلرونو طریقه نه پرېږدو." --- د کفارو تقلید: د غیر مسلمو قومونو تقلید د مسلمان امت لپاره د بدعت او خرافاتو تر ټولو خطرناک لامل دی. لکه څنګه چې د ابو واقد اللیثي رضي الله عنه په حدیث کې راځي، هغه وایي: "یوه ورځ موږ له رسول الله ﷺ سره د حُنین جګړې ته روان وو، موږ نوي مسلمانان شوي وو. مشرکانو يوه ونه درلوده چې ورته یې 'ذات أنواط' ویل، هغوی به خپل وسلې ورباندې ځړولې او تعظیم به یې ورته کاوه. کله چې موږ د هغې ونې له خوا تېر شو، موږ وویل: یا رسول الله! زموږ لپاره هم داسې یو ذات أنواط جوړ کړه، لکه څنګه چې هغوی لري. رسول الله ﷺ دا خبره واورېده او ویې فرمایل: «الله اکبر! دا خو هماغه خبره ده چې بني اسراییلو له موسی علیه السلام سره وکړه: ‘ اجْعَل لَّنَا إِلَٰهًا كَمَا لَهُمْ آلِهَةٌ ۚ قَالَ إِنَّكُمْ قَوْمٌ تَجْهَلُونَ ژباړه: "زموږ لپاره هم یو معبود جوړ کړه، لکه څنګه چې هغوی معبودان لري." موسی علیه السلام وویل: "تاسو ډېر ناپوه خلک یئ!" ــ [الاعراف: ۱۳۸] (همداراز رسول الله ﷺ خبر ورکړی دی:) «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن قَبْلَكُمْ> ژباړه: "تاسو به خامخا د هغو خلکو طریقې تعقیبوئ چې له تاسو نه مخکې تېر شوي دي ــ [بخاري: 7320، مسلم: 2669] --- په دې حدیث کې په څرګنده توګه بیان شوي چې د کفارو تقلید هماغه شی و چې بني اسرائیل یې دې ناپاکې غوښتنې ته وهڅول، چې د هغوی لپاره هم یو بوت جوړ کړل شي، ترڅو هغوی هم د هغه عبادت وکړي. همدغه شی وو چې ځینې صحابه کرام یې دې ته اړ ایستل چې له رسول الله ﷺ څخه دا غوښتنه وکړي چې د دوی لپاره هم یو داسې ونې وټاکي چې دوی ترې تبرک واخلي (یعنې برکت ترې وغواړي). نن هم د ډېرو مسلمانانو همدغه حال دی: د کفارو په تقلید بوخت دي، او په شرکي اعمالو، بدعتونو، او خرافاتو کې ښکېل شوي دي. دوی د زېږېدنې ورځې (برتھ ډې) په شور او جشن سره لمانځي، ځانګړو اعمالو ته ځانګړي ورځې او اونۍ ټاکي، د دیني مناسبتونو یا یادګار ورځو په مناسبت جلسې او جلوسونه جوړوي، مجسمې او یادګاري نښې نصبوي، د ماتم مجلسونه کوي، او بیا د جنازو بدعتونه د دې ټولو نه پورته یو جلا فتنه ګرځېدلې ده. د قبرو پخه کول، پر قبرونو ودانۍ جوړول، او هغوی ته ځانګړی تشریفات ورکول، اوس یو عام رواج ګرځېدلی دی.
