عقايد 330
د بدعت پر رد کې څو کتابونه
د بدعت پر رد کې څو کتابونه 1. الاعتصام – د امام شاطبي رحمه الله مشهور اثر دی، چې د بدعت تعریف، اقسام، خطرې او د سنت د پیروۍ وجوب په ډېر تفصیل سره بیانوي. 2. الاقتضاء الصراط المستقیم – د شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله تألیف، د دې کتاب ډېره برخه د بدعت رد او د اهل کتابو د تقلید په خطر باندې راڅرخي. 3. کتاب انکار الحوادث والبدع – د ابن وضاح رحمه الله تألیف، 4. کتاب الحوادث والبدع 5۔ الباعث علی إنکار البدع – د امام طرطوشي رحمه الله --- څو معاصر کتابونه 1.کتاب الابداع – د شیخ علي محفوظ تألیف، 2.کتاب السنن والمبتدعات المتعلقة بالا ذکار والصلوات – د شیخ محمد بن احمد الشقيري الحامدي کتاب 3. رسالة التحذیر من البدع – د شیخ عبدالعزیز بن باز رحمه الله رساله، --- معاصر علما او د بدعت ضد هڅې الحمد لله، نن هم یو ستره علمي ډله له علماوو داسې شته، چې د بدعت له منځه وړلو، او د بدعتیانو اصلاح ته یې ځان وقف کړی دی. د دوی کارونه دا دي: د رسالو او مجلو خپرول، د جمعې خطبو له لارې اصلاح، د میډیا او مطبوعاتو له لارې عامه پوهاوی، د سیمینارونو او کانفرانسونو جوړول، او دا هڅې: مسلمانان بیداروي، د بدعتونو مخنیوی کوي، او ګمراه خلک بیرته د سنت لارې ته راکاږي.
