عقايد 335
د ځینو ځایونو، اثارو او ژوندو يا مړو کسانو څخه د برکت ترلاسه کول:
د ځینو ځایونو، اثارو او ژوندو يا مړو کسانو څخه د برکت ترلاسه کول: د مخلوق څخه د برکت ترلاسه کول هم يوه خطرناکه بدعت دی، چې نن سبا ډېر خپور شوی دی. دا په حقيقت کې د بت پرستۍ يوه بڼه ده، يو داسې جال دی چې ډېر مفاد پرست کسان پرې ساده خلک غولوي او خپل نسونه پرې مړه وي. د "تبرک" کلمه معنا لري: د برکت غوښتنه کول، او د "برکت" معنا دا ده: په يو شي کې د خير او ښېګڼې ثبوت، يا د خير او ښېګڼې د زياتوالي توان. د خير او ښېګڼې غوښتنه يا د هغې د زياتوالي هيله يوازې له هغه ذات نه روا ده چې د خير مالک وي او پرې قادر وي، او هغه پرته له الله سبحانه بل څوک نه شي کېدای. همغه بابرکته ذات دی چې برکت نازلوي او هغه ثابتوي. خو مخلوق ته چې راشو، هغوی نه دا توان لري چې برکت ورکړي، نه يې پيدا کړي، او نه يې ثابت وساتي. نو له همدې امله، د ځينو ځایونو، اثارو او ژوندو يا مړو کسانو څخه د برکت حاصلول هېڅکله هم جائز نه دي. او که څوک دا عقيده ولري چې دا شيان برکت ورکوي، نو دا د شرک خوا ته تلونکې لاره ده. د صحابه کرامو حالت: هو، صحابه کرامو به د نبي اکرم ﷺ له مبارک وجود، مبارکو ويښتانو، لعاب، او بدن شريف نه جلا شويو شيانو څخه برکت اخيست، خو دا يوازې د نبي اکرم ﷺ له مبارک وجود سره خاص وو، او دا هم د هغوی د ژوند او د صحابه کرامو تر منځ د حضور پر مهال پورې محدود وو. د وفات نه وروسته څه شول؟ د نبي ﷺ تر وفات وروسته نه صحابه کرامو، نه د هغوی د کورنۍ غړو کله هم دا کار کړی چې له حجره مبارکه، روضه شريفه يا نورو ځایونو څخه برکت واخلي. هېچا هم د برکت يا خير نيت سره هغو ځایونو ته قصد نه دی کړی چيرته چې نبي ﷺ لمونځ کړی و، يا ناست و. نو بيا ولي؟ کله چې د الله رسول ﷺ له نښو څخه د برکت اخيستل تر وفات وروسته جائز نه وي، نو بيا د اولياوو او مشهورو بزرګانو له ځایونو څخه د برکت اخيستل څنګه جائز کېدای شي؟ حال دا چې حتی صحابه کرامو هم داسې ونه کړل. هيڅ صحابي په دې نه دی ثابت شوی چې هغوی غارِ حراء ته تللي وي تر څو هلته لمونځ وکړي يا دعا وکړي، او نه پر کوهِ طور تللي دي، چېرته چې الله تعالی له حضرت موسی عليه السلام سره خبرې کړې وې، تر څو هلته عبادت وکړي. او نه هغوی نورو هغو ځایونو ته تللي دي چې خلکو ورباندې د انبياوو نښې منلي دي، او نه د کوم نبي له جوړو شويو ودانيو يا نښو نه برکت اخيستی. همداراز، د مسجد نبوي هغه ځای چې نبي ﷺ به پکې همیشه لمونځ کاوه. زموږ د اسلافو (سلف صالحینو) څخه د هېچا په اړه دا ثابته نه ده چې هغوی به دا ځایونه لمس کړي وي، هغه به یې ښکل کړي وي. همدا راز، د مکې مکرمې هغه ځایونه چې نبي ﷺ به پکې لمونځ ادا کاوه، د هغوی په اړه هم داسې څه نه دي ثابت شوي. له دې څخه دا خبره روښانه را وځې کله چې هغه ځای چېرې چې د نبي ﷺ مبارک قدمونه ایښودل سوي وي، او هلته چې نبي ﷺ لمونځ کړی، شریعت دا نه دی بابرکته ګڼلی چې هغه دې لمس شي، ښکل شي یا ترې برکت واخیستل شي؛ نو بیا د نورو کسانو (غیر نبي) په اړه څنګه دا خبره کېدای شي چې: "فلاں دلته لمونځ کړی و، يل حضرت دلته قیلوله (غرمنۍ خوب) کړی و، حضرت دلته ناست و دعا یې کړې وه، حضرت دلته اودس کاوه" — نو د دې ځایونو ښکلول د برکت سبب دی؟! حال دا چې ټول دیني علماء او د امت صالحین دا ښه پېژني او پرې پوهېږي چې دا ډول اعمال د نبي ﷺ له شریعت څخه نه دي.
