عقايد 337
د موجوده غیر شرعي عبادتونو څو بېلګې:
د موجوده غیر شرعي عبادتونو څو بېلګې: په لوړ آواز د لمانځه نيت کول: دا ډول نيت کول بدعت دی، ځکه چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه نه دی ثابت شوی. همداراز، د الله تعالی دا قول دی: قُلْ أَتُعَلِّمُونَ اللَّهَ بِدِينِكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۚ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ ژباړه: وایه! ایا تاسو الله ته خپل دین ورښیاست؟ حال دا چې الله پوهېږي پر هغه څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي، او الله په هر شي ښه پوهېږي. (الحجرات: ۱۶) نیت د زړه عمل دی: نیت یوازې د زړه کار دی، دا د ژبې سره هیڅ تړاو نه لري. نو په ژبه نيت کول شرعاً نه دي مشروع. د لمانځه وروسته په اجتماعي ډول ذکر کول: دا هم یوه بدعت دی. حال دا چې سنت دا دی چې هر څوک په انفرادي ډول هغه اذکار وکړي چې د سنت نه ثابت دي. په خاصو وختونو کې د "فاتحه" دعوتونه کول، خاصتاً د مړو لپاره، د دعا وروسته، یا ماتمي مجلسونه جوړول، حلوه یا کچړۍ وېشل، قاریان په اجرت بلل: دا ټول هغه عملونه دي چې خلک یې دا عقيده لري چې له دې سره مړه ته تسلیت کېږي، یا دا چې مړو ته ګټه رسېږي. خو دا ټول اعمال بدعتونه دي، ځکه نه په شریعت کې يې بنیاد شته او نه د الله تعالی له لوري یې کوم دلیل راغلی.
