عقايد 343
دوهم: د شرعي توسل بیان او د بدعتي توسل رد کول:
دوهم: د شرعي توسل بیان او د بدعتي توسل رد کول: د توسل مسئله یوه خطرناکه مسئله ده، او دا له هغو مسائلو څخه ده چې جُهال او د خواهشاتو پیروانو پکې ډېر بدعتونه کړي او اختلافات یې پکې ډېر کړي دي. د قرآن او سنتو نصوصو دا ثابته کړې چې له توسل څخه ځینې ډولونه مشروع دي، او ځینې بدعتي او ممنوع دي. پس مشروع توسل درې ډولونه لري: ١- توسل د الله په نومونو او صفاتو سره، د الله تعالی د دې قول له مخې: ﴿وَلِلَّهِ الأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا﴾ [سورة الأعراف: ١٨٠] ٢- توسل د نېکو اعمالو او د هغوی په وسیله د الله نه دعا کول، لکه څنګه چې د درې تنو غار والاو په قصه کې راغلي. ٣- توسل د یو صالح انسان دعا ته، لکه دا کسان چې به نبي ﷺ ته راتلل او د ځان لپاره به یې د دعا غوښتنه ترې کوله(په ژوند کې) او له دې پرته نور ډولونه د توسل بدعت او ممنوع دي. او امام ابو حنيفه رحمه الله تعالی پدې باب کې ډېر زیات احتیاط کوه، آن تر دې چې هغه به د هغو الفاظو نه هم کرکه کوله چې د ظاهر له مخې سالمه معنی لري، خو د فاسدې معنی احتمال هم لري، او له دې ډول الفاظو به یې منع کوله. له دغو څخه دا قول یې هم دی: (زه دا نه خوښوم چې ووايي: ستا د عرش د عزت له ځایونو یا ستا د مخلوق د حق په وسیله) او داسې نور اقوال هم شته چې په دې باب کې به یې رحمه الله فرمایل. خو موږ ګورو چې ډېر خلک د امام ابو حنیفه له عقیدې منحرف شوي، او داسې ډولونه د توسل را اخلي چې بدعتي او فاسد دي، او څوک چې دوی ترې منع کوي او مخالفت ورسره کوي، نو دوی یې متهموي چې دا کس اولیاء او انبیاء نه خوښوي. والله المستعان
