عقايد353

د امام ابو حنيفه رحمه الله اقوال د تقدیر د مراتب په اړه:

د امام ابو حنيفه رحمه الله اقوال د تقدیر د مراتب په اړه: (۱) یوه سړي د تقدیر په اړه له امام ابو حنیفه سره مناظره کوله، نو هغه ورته وفرمایل: "آیا ته نه پوهېږې چې د تقدیر په اړه فکر کول د لمر سترګې ته کتو ته ورته دي؟ چې هر څومره ورته ډېر وکتل شي، همغومره حیراني ډېریږي!" (قلائد عقود العقيان، ق ۷۷ ب) مطلب دا دی چې د تقدیر ژور بحث او مناظره د انسان عقل ته ستونزمنه ده، او دا یوه غیبي موضوع ده چې باید محتاطانه ورته وکتل شي، نه دا چې انسان پکې سرګردانه شي. (۲) امام ابو حنیفه رحمه الله وايي: "الله تعالی له ازله نه د ټولو شیانو علم درلود، مخکې له دې چې موجود شي." (الفقه الأکبر، ص ۳۰۲، ۳۰۳) (۳) وايي: "الله تعالی معدوم شی پداسې حال کې پېژني چې هغه معدوم وي، او دا هم پېژني چې که یې پیدا کړي، څنګه به وي؛ او موجود شی هغه مهال پېژني چې موجود وي، او دا هم پېژني چې څنګه به فنا شي." (الفقه الأکبر، ص ۳۰۲، ۳۰۳ (۴) امام ابو حنیفه رحمه الله فرمایي: "او (الله تعالی) د هر شي اندازه او تقدیر په لوح محفوظ کې ثبت کړی دی." (الفقه الأکبر، ص ۳۰۲)
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق