عقايد 354
د امام ابوحنیفه رحمه الله اقوال د تقدیر په اړه: (۵) امام ابو حنیفه رحمه الله وایي:
د امام ابوحنیفه رحمه الله اقوال د تقدیر په اړه: (۵) امام ابو حنیفه رحمه الله وایي: "موږ دا خبره منو چې الله تعالی قلم ته امر وکړ چې ولیکه. قلم وویل: ای ربه! څه ولیکم؟ نو الله تعالی وفرمایل: ولیکه هر هغه څه چې تر قیامته پېښېدونکي دي؛ د الله تعالی د دې قول له مخې: ﴿وَكُلُّ شَيْءٍ فَعَلُوهُ فِي الزُّبُرِ وَكُلُّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ مُّسْتَطَرٌ﴾ [القمر: ۵۲-۵۳]" (الوصیة مع شرحها، ص ۲۱) (۶) امام ابو حنیفه رحمه الله وایي: "په دنیا او آخرت کې هېڅ شی نه پېښيږي، مګر د الله تعالی په مشیئت (خوښه) سره." (الفقه الأکبر، ص ۳۰۲) (۷) امام ابو حنیفه رحمه الله وایي: "الله تعالی هر شی پیدا کړی، بې له دې چې له کوم بل شي څخه یې پیدا کړي وي." (الفقه الأکبر، ص ۳۰۲) (۸) ابو حنیفه رحمه الله وایي: "الله تعالی خالق و، مخکې له دې چې مخلوقات یې پیدا کړي وای." (الفقه الأکبر، ص ۳۰۴) (۹) ابو حنیفه رحمه الله وایي: "موږ دا خبره منو چې بنده، د خپلو اعمالو، اقرار او معرفت سره یو ځای مخلوق دی. نو کله چې فاعل (بنده) مخلوق وي، نو د هغه اعمال خو به خامخا مخلوق وي." (الوصیة مع شرحها، ص ۱۴)
