عقايد 360
د صحابه کرامو په هکله د امام ابو حنیفه رحمه الله د عقيدې
د صحابه کرامو په هکله د امام ابو حنیفه رحمه الله د عقيدې لنډیز (الخلاصة) ۱. امام ابو حنیفه رحمه الله دا عقیده لري چې د ټولو صحابهوو محبت او ولایت (دوستي) واجب دي. ۲. امام ابو حنیفه رحمه الله خلفاء راشدین له نورو صحابهوو غوره ګڼي، او د دوی د فضیلت ترتیب د خلافت د ترتیب سره سم دی: ابوبکر، بیا عمر، بیا عثمان، بیا علي رضی الله عنهم. ۳. امام ابو حنیفه دا هم وايي چې باید د صحابهوو په اړه سکوت وشي، او هیڅ یو صحابي باید بغیر له خیرا یاد نشي. بحث (المناقشة) ۱ ـ سوال: د امام ابو حنیفه رحمه الله دریځ د صحابهوو په اړه څه دی؟ ۲ ـ سوال: د امام ابو حنیفه رحمه الله له نظره تر ټولو غوره صحابه څوک دي؟
