عقايد373

( د شرک ځينې بيلګې چې امام ابوحنیفه رحمه الله او د هغه شاګردانو ور څخه خلګ ويرولي دي لړۍ يې) او امام ولي الله الدهلوي رحمه الله وايي:


( د شرک ځينې بيلګې چې امام ابوحنیفه رحمه الله او د هغه شاګردانو ور څخه خلګ ويرولي دي لړۍ يې) او امام ولي الله الدهلوي رحمه الله وايي: ای لوستونکې! که ته د مشرکینو د عقایدو او کړنو په اړه په نقل شوو خبرو شک لرې، نو ته د دې زمانې هغو خرافاتي خلکو ته وګوره، په ځانګړي ډول هغو ته چې د اسلامي نړۍ په څنډو کې مېشت دي. ته وګوره چې د "ولایت" په اړه یې څه تصورات دي. سره له دې چې دوی د پخوانیو اولیاؤ الله ولایت ته اقرار کوي، خو د دې زمانې اولیاءو ته باور نه لري، بلکې دا ناممکن ګڼي. دوی د قبرونو او مزارونو خوا ته ورځي، او د شرک، بدعتونو او خرافاتو په ډول ډول بلیو کې اخته شوي دي. دوی ته تحریف او تشبیه داسې ور ننوتي دي چې د دوی په زړونو کې ځای پر ځای شوي، آن تر دې چې نور د رسول الله ﷺ د هغه حدیث په مطابق عمل کوي: «لتتبعن سنن من كان قبلكم...» یعنې: «تاسو به خامخا د هغو خلکو لاره تعقیبوئ چې له تاسو وړاندې وو...» له همدې امله نه ده پاتې شوې کومه بلا او فتنه، مګر دا چې د امت له ډلې یوه ډله د هغې ښکار شوې او ورباندې اخته شوې ده. الله تعالی دې موږ له دې هر څه څخه وساتي. په مجموع کې: د الله تعالی رحمت دا غوښتنه وکړه چې د انبیاوو سردار، محمد بن عبدالله ﷺ، په جزیره العرب کې مبعوث کړي، او هغه ته یې د دین حنیف د اقامې امر ورکړ، او دا چې د دې باطلو فرقو سره د قرآن عظیم له لارې مبارزه وکړي. او د هغوی سره په دې مجادله کې استدلال د هغو مسلماتو (روښانه حقایقو) له مخې وکړ، چې دا د ابراهیمي دین پاتې شوني وو، تر څو پر هغوی حجت پوره شي او هغوی خاموش شي. او په کتاب "البدور البازغة" کې یې هم ویلي دي: د رسول الله ﷺ خبره بالکل رښتیا وه، چې ویې فرمایل: «لتتبعن سنن من كان قبلكم شبراً بشبر وذراعاً بذراع، حتى لو دخلوا جحر ضب لاتبعتموهم». ژباړه: «تاسو به خامخا د هغو خلکو لاره تعقیبوئ چې له تاسو وړاندې وو، یو ګام پسې یو ګام، او یو ذراع پسې یو ذراع، آن تر دې چې که هغوی د غويي (يو ډول مار) په سوری کې ننوځي، تاسو به هم ورپسې ورننوځئ.» صحابه کرامو وپوښتل: ای د الله رسوله! دا یهود او نصارا مراد دي؟ ویې فرمایل: نو که نه وي، څوک به وي؟! (۱) ماخذ: الفوز الكبير، ص ۲۶ – او زوړ چاپ یې ص ۲۰ ته وګوره.
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق