عقايد376

مام اسماعیل دهلوي په خپل کتاب تقویة الإيمان کې، چې هغه ته أبو الحسن الندوي د رسالة التوحيد تر سرلیک لاندې عربي ژباړه کړې، داسې وايي:


امام اسماعیل دهلوي په خپل کتاب تقویة الإيمان کې، چې هغه ته أبو الحسن الندوي د رسالة التوحيد تر سرلیک لاندې عربي ژباړه کړې، داسې وايي: د شرک او جهالت فتنه پراخېدنه: پوه شه چې په دې زمانه کې شرک په خلکو کې خپور شوی او زورور شوی، او خالص توحید یو نادر او نااشنا شی ګرځېدلی، خو د ډېرو خلکو حال دا دی چې دوی د شرک معنی نه پېژني، او د ایمان دعوه کوي، سره له دې چې دوی پخپله شرک کې ښکېل دي او پرې ککړ دي. نو تر هر څه مخکې دا ډېره مهمه ده چې خلک د توحید او شرک معنی زده کړي، او د دواړو حکمونه له قرآن او حدیثه وپېژني. د شرک بربنډ مظاهر او بڼې: نن سبا دا ښکاره ده چې ډېر خلک په سختیو او مصیبتونو کې له مشایخو، پیغمبرانو، امامانو،(مطلب یې له امامانو د اهل بیتو څخه دی، هغه چې شیعه ګانو ډېر غلو (افراط) کړی، او هغوی یې د تعظیم او تقدیس له هالې سره محاصره کړي، د دوی په اړه د عصمت (یعنې له ګناه څخه پاکوالي) او د غیب د علم عقیده لري، او امامت داسې تفسیر کوي چې له نبوت سره ګډون کوي، بلکې ډېرو ځانګړتیاوو کې ورسره سیالي هم کوي. اهل سنت هم په هند کې د شیعه عقایدو تر اغېز لاندې راغلي، د پادشاهانو، امیرانو، او د دوی سره د ګډ ژوند، او له اسلام څخه د ناپوهۍ له امله. دا خبره د کتاب ژباړن أبو الحسن الندوي کړې ده. ) شهیدانو، ملایکو او جناتو څخه مرسته غواړي، د دوی په نومونو غږ کوي، حاجتونه ترې غواړي، نذرونه ورته کوي، او قربانۍ ورته ورکوي. کتاب: عقيدة الإمام ابوحنیفه رحمه الله
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق