عقايد383

نو دا د دې پیغام پیل، یو داسې پیغام چې له الفاظو نه کوچنی ښکاري، خو له معنا او مضمون نه لوی او ژور دی.


بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ الحمد لله رب العالمين، وصلى الله وسلم على نبينا محمد، وعَلَى آلِهِ وأصحابه ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدِّينِ، أَمَّا بعد: نو دا د دې پیغام پیل، یو داسې پیغام چې له الفاظو نه کوچنی ښکاري، خو له معنا او مضمون نه لوی او ژور دی. او د دې پیغام منځپانګه دا ده: د اهل سنت والجماعت عقيده ده د الله جل جلاله په صفاتو کې، او همدارنګه په اخرت باندې د عقيدې په اړه، او هغه څه چې راتلونکی به ذکر شي، که الله وغواړي. او پوه سه چې علماوو رحمه‌ الله، توحيد یې پر درېو برخو وېشلی دی: ١ ـ د ربوبيّت توحيد (يعنې دا عقيده لرل چې الله جل جلاله د هر څه خالق، مالک، او مدبّر دی). ٢ ـ د الوهیت توحيد (يعنې دا چې یوازې الله جل جلاله د عبادت وړ دی). ٣ ـ د اسماء او صفاتو توحيد (يعنې دا عقيده لرل چې الله جل جلاله ځانګړي نومونه او صفات لري، چې هېڅوک پکې د هغه سره شریک نه دی). علماو دا وېش د قرآن د مطالعې، استقراء او د ځینو آيتونو د معنا پر بنسټ کړی، لکه دا آيت: ﴿رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا﴾ [مريم: ۶۵] نو دا مبارک آيت د توحيد درې واړه ډولونه رانغاړي: د الله تعالی دا قول: ﴿رَبُّ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَيْنَهُمَا﴾ دا د ربوبيّت توحيد ته اشاره ده؛ یعنې الله د هر څه خالق او مدبّر دی. او دا قول یې: ﴿فَاعْبُدْهُ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ﴾ دا د الوهيت توحيد ته اشاره ده؛ یعنې یوازې الله عبادت ته لائق دی. او دا قول یې: ﴿هَلْ تَعْلَمُ لَهُ سَمِيًّا﴾ دا د اسماء او صفاتو توحيد ته اشاره ده. یعنې دا آيت دا ښيي چې الله جل جلاله یواځېنی رب، معبود، او د ځانګړو نومونو او صفاتو څښتن دی، او له ده سره هېڅوک په دې برخو کې شریک نه دی. کتاب: شرح عقيدة اهل السنة والجماعة
بح

معلومات الترخيص

عذرا! الرخصة غير نشطة حتى الآن


×

لم تُفعِّل رخصة موقعك الإلكتروني بعد أو أنّ الرخصة انقضت صلاحيتها.


حاول ثانية

  • لو كان موقعك يعمل كما يجب، والآن لا يعمل كما يجب، فمن فضلك راسِل شركة استضافة الموقع. شركة الاستضافة هي التي تدفع لها ثمن الموقع أو النطاق أو الاستضافة
  • لو كان موقعك يعمل كما يجب (إلى الآن)، فأغلب الظن هو عدم حيازتك رخصة. يمكنك مراسلة شركة الاستضافة للمساعدة أو أن تجلب رخصة بنفسك
    تسجيل الدخول تحصّل على رخصة للنطاق