عقايد401
یوه واقعه: ما پخوا د شیخ محمد عبده المصری (چې یو مشهور عالم و) یوه ترجمه لوستې وه. هغه په پاریس کې و، په یو داسې رستورانت کې ناست و، چې مسلمانان، نصارٰی، یهودیان – هر څوک پکې وو، ځکه دا د کفارو ښار و
vیوه واقعه: ما پخوا د شیخ محمد عبده المصری (چې یو مشهور عالم و) یوه ترجمه لوستې وه. هغه په پاریس کې و، په یو داسې رستورانت کې ناست و، چې مسلمانان، نصارٰی، یهودیان – هر څوک پکې وو، ځکه دا د کفارو ښار و. یوه نصراني ورته راغی او ویې ویل: "اې شیخه! ستاسو په کتاب کې دا آیت دی: ﴿وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ﴾ [النحل: ٨٩] که ته واقعاً پر دې ایمان لرې، نو ما ته ووایه: دا خواړه څنګه تیار شوي؟ ایا دا هم په قرآن کې شته؟" شیخ محمد عبده وویل: > "هو، دا هم په قرآن کې شته." (دا نصراني غوښتل چې قرآن د پخلنځي کتاب وښيي – یعنې داسې کتاب چې خلک پکې زده کړي څنګه پخلی وکړي!) هغه نصراني بیا وپوښتل: > "چیرې شته؟" شیخ محمد عبده د رستورانت مالک ته غږ وکړ او ویې ویل: > "تا دا خواړه څنګه جوړ کړل؟" هغه وویل: > "ما پکې دا او دا شیان وکارول، او داسې مې تیار کړل." (نو په دې سره شیخ محمد عبده وښوده چې قرآن خو دا وايي چې هر څه تشریحي سرچینه یې یا خو پخپله ده، یا یې طریقه زده کول روا کړي، لکه له متخصصینو یا عملي تجربو څخه پوښتنه کول، او همدا هم د قرآن عمومي هدايت دی.) همداسې په قرآن کې راغلي دي! نو نصاراني تعجب وکړ او ویې ویل: چېرته؟ نو هغه وویل: بېشکه الله تعالی فرمایي: ﴿فَسْأَلُوا أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ﴾ [النحل: ۴۳]. دا یوه قاعده ده په هر شي کې، دا یوازې د شرعي علم لپاره ځانګړې نه ده، بلکې هر هغه څه چې موږ پرې نه پوهېږو، باید د هغه د اهل او متخصص خلکو نه یې پوښتنه وکړو. دا یو لارښوونه ده، قرآن موږ ته لارښوونه کړې چې کله موږ په کوم شي نه پوهېږو، باید د هغه د تخصص لرونکو خلکو نه پوښتنه وکړو. نو موږ له دې سړي نه وپوښتل، هغه موږ ته خبر راکړ، او هغه کافر حیران شو، نور یې هېڅ نه شو ویلای. نو، زموږ نبي ﷺ خلکو ته هر څه ور وښودل، ایا هغوی ته یې هغه څه هم ور وښودل چې د الله عزوجل په اړه یې باید عقیده ولري؟ د هغه د نومونو، صفاتو او افعالو په اړه؟ ځواب دا دی: هو، بېشکه، هېڅ شک پکې نشته. او دا هغه لومړنی او تر ټولو واجب شی و چې هغوی ته یې ور وښود، نو څنګه به هغوی ته دا نه ور وښيي چې سړی د حاجت د کولو پر مهال په ځانګړي ډول کېني ، بیا به نو دا نه ور ښيي چې د الله عزوجل صفات څه دي؟! له همدې امله شیخ الاسلام رحمه الله د اهلِ تفویض په اړه ویلي دي – هغه کسان چې وایي: کله چې د الله د صفاتو په اړه کوم آیت یا حدیث درته راغی، نو هغه تفویض کړه، هېڅکله پکې خبرې مه کوه، او د هغه په اړه داسې اوسې لکه یوه بې سواده ښځه! – هغه رحمه الله وایي: «د دوی دا قول د اهل بدعت او الحاد له تر ټولو بدو اقوالو څخه دی.» بلکې هغه وویل: «فلاسفه په مسلمانانو باندې د همدې قول له لارې تسلط موندلی دی.» ځکه چې کله دغو کسانو وویل: موږ د صفاتو د آیتونو او حدیثونو د معناوو په اړه بې سواده یو، نو هغوی وویل: تاسو بې سواده یاست، او د بې سواده معنا جاهل دی، نو هغوی وویل: موږ له تاسو نه زیات پوهېږو، نو ځکه به موږ آیتونه او حدیثونه تفسیر کړو. (۱) وګوره: درء تعارض العقل والنقل (۱/۲۰۵). (۲) وګوره: مجموع الفتاوى (۶/۲۴۰). کتاب : شرح عقيدة اهل السنة والجماعة
