عقايد 406
او نېغې (سمي) کړنې، غوره اخلاق، او لوړې آداب
او نېغې (سمي) کړنې، غوره اخلاق، او لوړې آداب. نو خپل امت یې د سپین روښانه لارې پر سر پرېښود، چې شپې یې د ورځې په څېر روښانه دي، له هغې څخه يوازې هلاک شوی څوک منحرفېږي. .... دويم: دا چې علم له واقعيت سره سمون لري، خو عقيده کېدای شي له واقعيت سره مخالفت وکړي؛ د دې لپاره کېدای شي ته عقيده ولرې چې فلانی سوداګر دی خو هغه سوداګر نه وي، يا دا چې عالم دی خو عالم نه وي، يا دا چې دا کار حرام دی خو حرام نه وي، خو که ته پوه شې چې دا حرام دی، نو بيا حرام دی، لکه د الله تعالی دا قول چې فرمايي: ﴿حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ﴾ [المائدة : 3]، نو ته وايې: حرام دی؛ ځکه دا صراحت لري. نو عقيده، په حقيقت کې، د ذهن پرېکړه ده چې يقيني وي، که له واقع سره برابره وي نو صحيحه ده، او که مخالفت وکړي نو فاسده ده. [۱] د هغه قول: (والاعمال القويمة)"او نېغې کړنې"، په دې کې عبادات هم شامل دي؛ ځکه چې عبادات نېغ دي، لکه د الله تعالی قول: ﴿دِينًا قِيمًا﴾ [الأنعام: ١٦١]. [۲] د هغه قول: (والاخلاق الفاضلة) "او غوره اخلاق"، اخلاق هغه دي چې انسان د خلکو سره د معاملې په وخت کې پرې ځان عادت کړي، لکه نرمي، خوشويي او دې ته ورته نور. [۳] د هغه قول: (والادب العالية) "او لوړی آداب"، هغه څه دي چې انسان پرې خپل ځان ادب کړي، داسې چې داسې کړنې ونه کړي چې د مروت خلاف وي. [۴] "المحجة": لاره. [۵] د هغه قول: "البيضاء، ليلها كنهارها، لا يزيغ عنها إلا هالك" — البيضاء د تورې (سوداء) او نورو رنګونو ضد دی، يعنې روښانه، داسې لاره چې سپينه او روښانه ده، له هغې څخه يوازې هلاک شوی څوک منحرفېږي. کتاب : شرح عقيدة اهل السنة والجماعة
